'د وردګو د پېښې په ځای کې یوه لویه دیني مدرسه جوړېږي'

په پېښه کې ډېری وژل شوي او ټپیان ماشومان وو د انځور حقوق epa
Image caption په پېښه کې ډېری وژل شوي او ټپیان ماشومان وو

د وردگو ولایت یو شمېر مشران او استازي وايي افغان چارواکو ژمنه ورسره کړې چې د وردګو په سید آباد ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې عاملین به نیسي او سزا به ورکوي.

دغه استازو په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، له ولسمشر او دفاع وزیر سره د لیدنې پر مهال دوی ته ویل شوي چې په وردګو ولایت کې به د ملي اردو په دویم کنډک کې بشپړ بدلونونه راځي.

او د پېښې په ځای کې به یوه لویه دیني مدرسه هم جوړیږي.

په ولسي جرګې کې د کابل ولایت استازي شیر ولي وردګ، د وردګو د خلکو په استازیتوب خبریالانو ته وویل، ولسمشر او دفاع وزیر دواړو ژمنه ورسره کړې چې په دې اړه به چټک ګامونه اوچتوي:

''موږ له ولسمشر او دفاع وزیر سره وکتل، دوی نه یوازې له موږ سره ژمنه وکړه، بلکې پخپلو اوښکو یې بدرګه کړو، دوی له موږ سره ژمنه وکړه چې پنځلسو ورځو کې به د وردګو د شهیدو شویو ماشومانو په اړه چې دوی هره پرېکړه کوي او هره غوښتنه چې لري، موږ به یې منو''.

د تېرې جمعې په ورځ د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ په ''اوتړیو'' کلي کې د یوه جومات مخې ته د هاوان یوې ګولۍ د لګېدو له امله شاوخوا لس تنه ه ملکي وګړي ووژل شول، چې ډېری یې ماشومان وو.

د نن ورځې په خبري غونډې کې د وردګو ولایت استازو ویل، دغه ګولۍ د ملي اردو د ځینو پوځيانو له خوا په قصدي ډول ویشتل شوې ده.

وړاندې، د میدان وردګو والي حیات الله حیات رسنیو ته ویلي وو، د پېښې څېړونکي پلاوي د شنبې پر ماښام خپلې څېړنې بشپړې کړې چې پربنسټ یې د ملي اردو درې مشکوک سرتېري نیولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ''یونما'' رسنیو ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې، د میدان وردګو ولایت هغه پېښه غندلېده، چې د مرمۍ لګېدو په پایله کې ولسي وګړي ووژل شول.

د تېرې شنبې په ورځ (لیندۍ ۱۴مه) ولسمشر محمد اشرف غني هم د دفاع وزارت تر څارنې لانې وردګو کې د یادې پېښې د ارزونې او حقیقت موندنې په موخه یو پلاوی ټاکلی و، چې پایلې یې ولسمشر ته وسپاري.

د انځور حقوق AFP
Image caption په کابل کې سلګونو مدني فعالانو، لیکوالو او ځوانانو د وردګو ولایت وروستۍ پېښې په غبرګون کې اعتراضیه غونډه وکړه او له حکومته یې په جدي ډول وغوښتل، چې ددې پېښ جدي پلټنه وکړي او عاملینو ته یې سزا ورکړي.

د تېرې یکشنبې پر ماښام، په کابل کې سلګونو مدني فعالانو، لیکوالو او ځوانانو د وردګو ولایت وروستۍ پېښې په غبرګون کې اعتراضیه غونډه وکړه او له حکومته یې په جدي ډول وغوښتل، چې ددې پېښ جدي پلټنه وکړي او عاملینو ته یې سزا ورکړي.

د کابل عبدالحق څلورلاري کې راغونډو شویو کې ښځې هم وې، او د جګړې ضد شعارونه یې لېږدول.

ورته مطالب