د جرمني دفاع وزيرې له افغان چارواکو سره ليدلي

د انځور حقوق Reuters

د جرمني د دفاع وزيرې ورسلا فن ډيرلاين له افغانستان څخه د ليدنې پر مهال ويلي، ملي يووالي حکومت بايد د سياسي، اقتصادی، ټاکنيزو اصلاحاتو او د دولت مخالفو وسله والو ډلو سره د خبرو په برخه کې کار او کړو ژمنو عمل وکړي.

اغلې فن ډيرلاين د سې شنبې پر ورځ (۸ ډسمبر) په يوه خبری غونډه کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي سره په خبرو کې ويلي، تر هغه چې افغانستان په خپلو پښو ودرېږي نړيواله ټولنه به يې تر څنګ ولاړه وي او خپلو مرستو ته به دوام ورکوي.

همدا ډول دې له ولسمشر اشرف غني او اجرايه رييس عبدالله عبدالله سره هم په دې تړاو خبرې کړې دې.

د جرمني د دفاع وزيرې ويلي د هېواد مرستې به يې له افغانستان او د امنيتي ځواکونو د روزلو په برخه کې دوام ولري.

د جرمني د دفاع وزيرې په وينا، افغانستان کې سرتېرو شمېر به يې له ۵۸۰ څخه ۹۸۰ تنو ته لوړ شي. اوس مهال د جرمني سرتېري د افغانستان شمال مزار شريف کې ځای پرځای دي.

تېره ورځ افغان ولسمشر هم ويلي وو، اروپا ته د سفر پر مهال، جرمني تر ۲۰۲۰ کال پورې هر کال د ۴۳۰ میليون يورو مرستې ژمنه کړې ده.

ورته مطالب