طالبانو د "کندهار پر هوايي ډګر "بريد کړی

د افغانستان جنوبي ولايت کندهار چارواکي وايي وسله والو طالبانو د کندهار پر هوايي ډګر بريد کړی.

د کندهار د والي وياند صمیم خپلواک بي بي سي ته ويلي" بريدکوونکي د يوه ښوونځي ودانۍ ته ننوتلي او له هغه ځايه د کندهار پر هوايي ډګر ډزې کوي"

ځايي چارواکي وايي په دغه پېښه ۹ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپيان دي، خو دغې سرچينې و نه ويل چې وژل شوي پا ټپيان څوک دي.

افغان کوماندوي ځواکونه د جګړې ځای ته رسېدلي، د دوی او وسله والو تر منځ جګړه روانه ده.

وړاندې ځايي چارواکو ويلي وو، بريد ځايي وخت ۶:۳۰ بجې، د دريو بريدګرو له خوا پيل شوی و.

د بي بي سي خبريال وايي هغه سيمې ته چې بريدګر ننوتي کلک امنیتي تدبيرونه په کې نيول شوي وي، په دغه ځای کې قول اردو، سرحدي زون، د افغان ځواکونو د اوسېدو کورونه او د بهرنيانو اډه موجوده ده.

په دغه سيمه کې یوازی هغه کسانو ته د ورتګ اجازه شته چي د پولیسو له خوا ځانګړي کارډونه ورکړل شوي وي.

پوښتنه دا راولاړېږي چې وسله والو څرنګه وکولای شول دغه ځای ته ننوځي.

د قاري يوسف احمدي په نامه د طالبانو وياند، د بريد پړه پرغاړه اخيستې او وايي بريدګرو افغان او خارجي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته مطالب