سون توکو لړ کې کورنیو چارو وزارت ۳٫۴میلیارده افغانۍ پوروړی دی

Image caption د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د ځېنو شرکتونو د اعتراض په پایله کې نن ولسي جرګې ته وربلل شوی وو

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایي، پولیسو ته د اعاشې او د سون توکو برابرولو له امله دغه وزارت له ځېنو شرکتونو ۳،۴ میلیارده افغانۍ پوروړی دی.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د ځېنو شرکتونو د اعتراض په پایله کې نن ولسي جرګې ته وربلل شوی وو. ښاغلي علومي وویل، د ناټو او امریکا لخوا د افغان پولیسو د تمویل او تجهیز پروژې افغانستان سره ددې پور پرې کولو ژمنه کړې.

د علومي په وینا، د افغانستان حکومت د کورنیو چارو وزارت ته اجازه ورکړې که اړتیا وي کولی شي د پولیسو د اعاشې او سون توکو برابرولو په برخه کې له ټاکل شوې بودیجې ۲۵ سلنه ډېره ولګوي.

د کورنیو چارو وزیر وویل، دا وزارت په ۱۳۹۱ کال کې ۳۲۵ میلیون افغانۍ، په ۱۳۹۲ کې څه د پاسه دوه میلیارده او ۵۸۴ میلیونه افغانۍ او په ۱۳۹۳ کال کې ۵۷۶ میلیونه افغانۍ پوروړی دی.

ښاغلي علومي ټینګار وکړ چې هڅه کوي تر روان کال پورې خپل ټول پورونه پرې کړي او له دې وروسته به قراردادي شرکتونه له دا ډول ستونزو سره مخ نه شي:

'' موږ په ۱۳۹۱ کال کې په مجموعي ډول د سون توکو له پلوه ۲۶۴ او د اعاشې له امله ۵۶ میلیون افغانۍ پوروړي یو، ټول ۳۲۵ میلیونه افغانۍ کېږي. ۱۳۹۲ کال کې ترټولو ډېر پوروړي یو، چې څه د پاسه دوه میلیارده او ۵۸۴ میلیونه افغانۍ کېږي. موږ ۱۳۹۳ کال کې ۵۷۶ میلیونه افغانۍ پوروړي یو. موږ ته د ۱۳۹۲ او ۹۳ کلونو د سون توکو پور پرې کول منظور شوي. همداراز زموږ ۳،۴ میلیارده افغانۍ پور پرې کولو په برخه کې د سیستیکا ادارې کلکه ژمنه کړې چې دې ته به هم په ګډه یوه حل لاره ومومي.''

بل لور ته د افغانستا دفاع وزارت چارواکي وایي، ددې وزارت ۸۸ سلنه بودیجه له ملي اردو سره د امریکا د همکارۍ ګډ دفتر لخوا برابرېږي.

کومې ستونزې چې د سون توکو برابروونکي شرکتونه له کورنیو چارو وزارت سره لري، دا ستونزه په دفاع وزارت کې لږه ښوول شوې.

خو د افغانستان د دفاع وزارت تامیناتي مرستیال جنرال غلام سخي ولسي جرګې ته وویل چې دا وزارت د سون توکو ستراتیژیکه ذخیره نه لري، که نړیوال ملګري په دې برخه کې مرسته بنده کړي، دوی له جدي ستونزو سره مخ کېږي.

'' که مثبت دی او که منفي خو غواړم د ملت استازو ته یوه خبره وکړم چې موږ د لوژستیکي عینیاتو ستراتیژیکه زېرمه کې یو لیټر تېل هم نه لرو. نړیوال دوستان او بسپنه ورکوونکي چې موږ سره مرسته کوي، یوازې دې زموږ روانو عملیاتو کې د ملي اردو اړتیاوې تامین کړي. یعنی زموږ ټولو قطعاتو او جزوتامونو ته اونۍ په اونۍ او میاشت په میاشت تېل ورکول کېږي، تردې زیات یې نه ورکوي. که احیاناً موږ ته د قرارداد مطابق تېل راونه رسېږي، نو زموږ ټوله ذخیره په یوه اونۍ کې خلاصېږي. د ګډ طرزالعمل له مخې مو، نړیوالو ملګرو ته څو ځله وړاندیز کړی چې موږ سره دې برخه کې مرسته وکړي. د هغوی ځواب دا دی چې د اوس لپاره موږ یواځې ستاسو د روانو عملیاتو ملاتړ کوو، که تاسو غواړئ چې د ستراتیژیکو عینیاتو ذخیرې ولرئ نو مهرباني وکړئ نور مرسته کوونکي پیدا کړئ.''