مسعود اندرابي د ملي امنيت سرپرست مشر وټاکل شو

Image caption رحمت الله نبيل له تېرو شاوخوا پنځو کالو راهيسې د افغانستان د ملي امنيت مشر و

افغان ولسمشر اشرف غني مسعود اندرابي د رحمت الله نبيل له استعفا وروسته د افغانستان د ملي امنيت ادارې سرپرست مشر ټاکلی دی.

د ولسمشرۍ دفتر پر فېسبوک پاڼه یوه خپاره شوي پیغام کې ویل شوي، که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني نه غوښتل د یادې ادارې په مشرتابه کې کوم بدلون راولي، خو د ښاغلي نبیل غوښتنې ته په درناوی سره د نوموړي استعفا د ولسمشر له لوري منل شوې ده.

د افغان ولسمشر او اجراییه رییس په ګډون امنیتي غونډې کې مسعود اندرابي د دغې ادارې د سرپرست په توګه وټاکل شو.

مسعود اندرابي تر دې وړاندې د ملي امنيت ادارې يو لوړپوړی چارواکی و.

ښاغلي نبيل تیره ورځ خپله استعفا ښاغلي غني ته وړاندې کړه چې د ولسمشر له لوري ومنل شوه.

د افغانستان د ملي امنيت مشر رحمت الله نبيل نن (پنجشنبه، ډسمبر ۱۰مه) په رسمي ډول خپله استعفا افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته وړاندې کړه.

تګلارو سره جوړ نه وم

ښاغلي نبيل ويلي: ''په وروستيو مياشتو کې له دې سره سره چې د حکومت له ځينو تګلارو سره جوړ نه وم داسې شرايط پر ما تحميل شول چې زما د کار ساحه يې محدوده کړه.''

ده په دغه ليک کې ويلي په تېرو څو مياشتو کې ولسمشر غني بيا بيا ''په شفاهي ډول ترې غوښتي'' چې دنده پرېږدي.

رحمت الله نبيل له هغې يوه ورځ وروسته چې افغان ولسمشر اشرف غني پاکستان ته ولاړ خپله استعفا وړاندې کړه.

ده پر ټولنيزه شبکه فيسبوک کې پر خپله پاڼه تبصره کې د افغانستان په اړه يې د پاکستان پر سياستونو نيوکه کړې ده.

رحمت الله نبيل په ۱۳۸۹ کال کې له دندې د امرالله صالح له استعفا وروسته د ملي امنيت ادارې د مشر په توګه وټاکل شو.

ښاغلي صالح او د کورنيو چارو پخواني وزير حنيف اتمر وروسته له هغه خپلې دندې بايلودې چې د امن په جرګې چې شاوخوا ۱۶۰۰ کسان ور بلل شوې وو، د توغنديو بريد وشو.

ښاغلی نبيل د ۲۰۱۲ کال د اګست پر ۲۹مه د مخکني ولسمشر حامد کرزي له لوري د نامعلومو لاملونو له کبله له دندې ګوښه کړای شو او پر ځای يې د سرحدونو او قبايلو چارو مخکنی وزير اسدالله خالد وټاکل شو.

اسدالله خالد د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر پر شپږمه کابل کې په يوه ځانمرګي بريد کې چې د ملي امنيت په يوه ميلمستون کې وشو، ټپي شو.

د ده له ټپي کېدو وروسته يو ځلې بيا رحمت الله نبيل د افغانستان د ملي امنيت ادارې د مشر په توګه وټاکل شو او له پارلمان نه يې د تاييد رايه واخيسته.

ښاغلي نبيل په پيښور کې د آى، آر، سي د انجينرۍ پوهنځى لوستى، له ملگرو ملتونو سره يې کار کړی، د حامد کرزي د لنډمهالې دورى په لومړيو کې د افغانستان د ملي امنيت شورا د ساتنې د برخې مشر وټاکل شو او د جنرالۍ رتبه ورکړل شوه.

نوموړی شپږ کاله پر دغې څوکۍ پاتې شو، وروسته د ولسمشر د محافظت د گارډ مشر وټاکل شو.

ورته مطالب