افغان سولې په اړه څلور اړخيزه کمېټه جوړيږي

پاکستان وايي افغانستان کې امن او ټيکاو لپاره د يوې څلور اړخيزه کمېټې جوړولو پرېکړه شوې ده.

د پاکستان د لومړي وزير د بهرنېو چارو د وزارت سلاکار، سرتاج عزيز، نن د پاکستان ولسي جرگې(قامي اسمبلۍ) کې د اسيا د زړه د هېوادو کانفرانس په اړه معلوماتو ورکولو پر مهال وويل چې دې کمېټې کې به پاکستان اوافغانستان نه علاوه چين او متحده ايالتونه هم غړيتوب لري.

ده وويل چې افغانستان کې دامن ټينگېدو يواځينۍ لار خبرې دي اوافغان حکومت دې ته چمتووالى ښودلى دى. که څه هم ده ومنله چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پيل په اړه څه ويل به له وخته وړاندې وي خو زياته يې کړه چې په دې لړ کې به د کمېټې د څلور واړه غړو هيوادونو استازي په يوې کړنلارې کار کوي.

د انځور حقوق ARG
Image caption پاکستان وايي د افغان ولسمشر د اسلام اباد سفر سره به د دواړو هېوادو ترمنځ ترينگلتيا راکمه شي

ده وويل اوس ښه وخت دى چې د مري د خبرو پروسه بيا راژوندۍ شي.

سرتاج عزيز وويل چې د افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان وروستي سفر سره به د دواړو هېوادو اړيکو کې ترينگلتيا راکمه شي.

د پاکستان اوهندوستان ترمنځ اړيکو ته د اشارې پر مهال د لومړي وزير د بهرنېو چارو سلاکار وويل چې د اسيا د زړه د کانفرانس تر ټولو لوى پرمختگ د پاکستان او هندوستان ترمنځ د هر اړخيزه خبرو په بيا پيلولو موافقه ده.