ولسي جرګې دوه وزيران هرات کې د عربۍ الوتکې د ښکته کېدو په اړه ور بللي

Image caption له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان لويدیځ ته د نایابه مرغانو د ښکار په موخه د عربانو د ناقانونه سفرونو په تړاو راپورونه خپاره شوي

د افغانستان ولسي جرګې د ترانسپورت او بهرنیو چارو وزیران او ملکي هوا نوردۍ ادارې مشر، د هرات په هوايي ډګر کې له اجازې پرته د یوې عربۍ الوتکې د ناستې په اړه د پوښتنو ګروېږنو لپاره ورغوښتي وو.

په وروستيو کې يوه الوتکه چې سپرلۍ يې عربان وو د افغانتستان په لويديځ ولايت هرات کې ښکته شوې وه.

د ترانسپورت وزیر وايي، افغانستان ته د دغې الوتنې غوښتنه شوې وه، خو پخلی یې نه وو شوی.

د بهرنیو چارو وزارت وايي په دې برخه کې د قطر کوم وګړي ته ویزه نه وه ورکړل شوې.

د چارواکو څرګندونې، د ولسي جرګې د استازو د قناعت وړ ونه ګرځېدې، او تصمیم ونیول شو، چې حکومتي پلاوی تر څېړنو وروسته خپل راپور ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

تر دې دمه د هرات ولایت په هوایي ډګر کې له جوازه پرته د یوې عربۍ الوتکې ناستې، قضیه ګونګه پاتې ده.

د ولسي جرګې غړي د ترانسپورت د وزیر او هوانوردۍ د ادارې د مشر له خبرو سره همغږي نه وو او دوې یې په ناغېړۍ تورونول.

د ملي شورا د غړو له سختو خبرواو نیوکو سره سره د ترانسپورت وزیر په اسانۍ وویل، د کوم هدف لپاره چې راغلی مسولیت یې د ده پر غاړه نه دی.

د انځور حقوق bbc

دی وايي، "ما نه دي ویلي چې الوتکه نه ده راغلې او موږ کنټرول نه درلود. موږ وایو چې الوتکه کارګو وه، اجازه ورکړل شوې او د هرات په هوايي ډګر کې یې ناسته کړې ده. او دا چې څوک په کې راځي او په څه موخه راځي دا هوايي چلند پورې اړه نه لري."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ولسي جرګې استازو ته وویل، د قطر خلکو ته د ویزې په ورکړه کې هېڅ راز خنډ نشته، خو په دغې ځانګړې موضوع کې "هېڅ قطري وګړي ته د افغانستان د سفارت له خوا ویزه نه ده ورکړل شوې."

دی وايي "یو څه باید هېر نه کړو چې موږ له قطر هېواد سره دیپلوماتیکې اړیکې لرو، فعال سفارت لرو او کار کوي."

د چارواکو څرګندونې د ولسي جرګې د غړو د قناعت وړ ونه ګرځېدې او تر نژدې درې ساعته خبرو او بحثونو وروسته د ولسي جرګې لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر چې نن یې د غونډې مشري کوله پایله اعلان کړه.

ښاغلي قدير وويل "نن امنیتي مسولین د موضوع د روښانتیا لپاره نشته او د زیاتو څېړنو لپاره یې یو پلاوی ټاکلی دی، نو ښه به وي چې تر څېړنو وروسته، حکومتي پلاوی، د څېړنو پایلې رسما له ولسي جرګې سره شریکې کړي."

له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان لويدیځ ته د نایابه مرغانو د ښکار په موخه د عربانو د ناقانونه سفرونو په تړاو راپورونه خپاره شوي.

خو دا ځل د دغې الوتکې د سورلیو او د سفر د موخې په اړه معلومات نه دي څرګند شوي.

په هغې الوتکه کې لس موټر او نیم ټن خوارکي مواد بار وو، چې په هرات کې ښکته کړای شوې ده.

وروسته تر هغه حکومت د پېښې د څېړنې په اړه یو پلاوی وټاکه، چې تر اوسه یې موندنې نه دي په ډاګه شوې.