افغان ولسمشر د 'ټاپي' پروژې پرانیستلو لپاره ترکمنستان ته ولاړ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ټاپي ګاز نل لیکه ۱۴۷ کیلومتره د ترکمنستان په خاوره کې، ۷۳۵ کیلومتره یې د افغانستان په لوېدیځو (هرات، فراه، هلمند او کندهار) ولایتونو کې تېرېږي، او پاکستان کې له ۸۰۰ کیلومتره واټن وهلو وروسته د هند فاضیلکا ښار ته رسېږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د 'ټاپي' ګازو نل لیکې د پروژې پرانیستلو برانیستونکې غونډې کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته ولاړ.

ددغې نل لیکې په مټ له ترکمنستان نه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز صادرېږي.

ددغې پروژې ترسره کېدو طرحه د ۲۰۱۱ کال د دسمبر پر ۱۱مه د ترکمنستان پلازمېنه عشق آباد کې د یادو څلورو هېوادونو د مشرانو ترمنځ لاسلیک شوه.

دا نل لیکه هر کال تر ۳۰ میلیارد متر مکعب ډېرو ګازو لېږدولو وړتیا لري، چې ټولې ښکېل هېوادونه ترې ګټه اخیستی شي.

ترکمنستان د نړۍ په کچه څلورم هېواد دی، چې د ګازو ډېرې زېرمې لري.

Image caption دا نل لیکه هر کال تر ۳۰ میلیارد متر مکعب ډېرو ګازو لېږدولو وړتیا لري، چې ټولې ښکېل هېوادونه ترې ګټه اخیستی شي.

ددې پروژې په عملي کېدو به، افغانستان د ټاپي ګاز نل لیکې له برکته میلیونونه ډالر عاید ترلاسه کوي او ۱۲ زره کسانو ته به په کور د ننه د کار فرصتونه پیدا شي.

د ټاپي ګاز نل لیکه ۱۴۷ کیلومتره د ترکمنستان په خاوره کې، ۷۳۵ کیلومتره یې د افغانستان په لوېدیځو (هرات، فراه، هلمند او کندهار) ولایتونو کې تېرېږي، او پاکستان کې له ۸۰۰ کیلومتره واټن وهلو وروسته د هند فضلکا ښار ته رسېږي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر به د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بردي محدوف سره وګوري.

سرچینه وايي، ولسمشر به ''د سولې، امنیت او پرمختګ په برخه کې د نړیوالو همکاریو د بې طرفانه پالیسیو'' کنفرانس کې هم خبرې وکړي.

ورته مطالب