ملي اردو ننګرهار کې شکمن بهرنيان نيولي

د انځور حقوق AFP
Image caption د دفاع وزارت وايي نيول شوي کسان په دوو موټرو کې سپاره وو، غوښتل يې له امان الله خان ښارګوټي د روداتو ولسوالۍ ته ولاړ شي

د افغانستان ختيځ ننګرهار ولايت ځايي چارواکي وايي ۱۳ تنه شکمن کسان چې ډېری يې بهرنيان دي په دې ولايت کې نيول شوي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي درې نيول شوي کسان پاکستانيان دي، خو د نورو بهرنيانو پېژندنه لا روښانه نه ده.

د افغانستان د دفاع وزارت په يوه خبرپانه کې، نيول شوي کسان"۱۲"ښودل شوي چې د ننګرهار ولايت په امان الله ښارګوټي کې نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان چې يوه مېرمن او ماشوم هم په کې شامل دي د سېلاب قول اردو سرتېرو نيولي دي.

د دفاع وزارت د راپور له مخې نيول شوي کسان چې په دوو موټرو کې سپاره وو، غوښتل يې له امان الله خان ښارګوټي د روداتو ولسوالۍ ته ولاړ شي.

دفاع وزارت دغه کسان "اوزبک او تاجک" ښودلي، دوی وايي په اړه يې پلټنه پيل کړې، که بې ګناه وي ډېر ژر به ازاد شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ملي امنيت ادارې په ننګرهار کې د يوې مېرمنې او دريو ماشومانو په ګډون ۹ بهرنيان نيولي وو.

په هغه وخت کې ويل شوي وو، چې دغې نيول شوې مېرمنې چاودېدونکي توکي له ځانه سره لرل چې په چاودنه کې يې درې ماشومان او د ملي امنيت يو کارکوونکي وژل شوی و.

ورته مطالب