''زنداني افغان مېرمنې عدالت ته لاسرسي کې ستونزو سره مخامخ دي''

د انځور حقوق
Image caption دغه څېړنه په پینځو ولایتونو کې د ښځینه زندانیانو سره د مرکو پر بنسټ شوې ده

عادلانه قضايي نظام ته د افغانو مېرمنو نه لاسرسی یو ځل بیا په یوه نوې څېړني کې رابر سیره شوی دی.

د افغانانو پيوند بنسټ چې، دغه رپوټ يې چمتو کړی وايي، سلګونه ښځینه زندانیانې، عدالت ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخې دي.

د یاد مرکز په خبره په سویلي ولایتونو کې د ښځینه مدافع وکیلانو نشتوالی او له ښځینه زندانیانو سره د مدني حقونو په اړه د پوهاوي نشتوالی تر ټولو لويي ستونزې دي.

دغه څېړنه په پینځو ولایتونو کې د ښځینه زندانیانو سره د مرکو پر بنسټ شوې ده.

احمدشاه انګار له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې په کابل ، کندهار، هرات، بلخ او هلمند ولایتونو کې ښځینه زندانیانو له څېړونکو سره په مرکو کې د خپل شخصي ژوند کیسې شریکې کړي دي.

دغه راز د زندانونو مسولینو، مدافع وکیلانو، د ښځو د حقوقو فعالانو او سیمه ییزو مسولینو هم په دې اړه خپل معلومات له څېړونکو سره شریک کړي دي.

د دغه رپوټ موندنې ښيي چې ډېری ښځې چې په پلازمینې کابل او ولایتونو کې زندانیانې دي او عدالت ته مناسب لاسرسي نه لري.

د انځور حقوق
Image caption د دغه رپوټ موندنې ښيي چې ډېری ښځې چې په پلازمینې کابل او ولایتونو کې زندانیانې دي، عدالت ته مناسب لاسرسي نه لري

د دغه بنسټ غړې فرشته کریم چې دغه رپوټ يې چمتو کړی وايي، په کندهار او هلمند ولایتونو کې ښځینه زندانیانې هېڅ مدافع وکیل ته لاسرسي نه لري، چې وايي جنسي ځورونه یې د توقیف له پړاوه تر زندانه پوری دوام لري.

اغلې کریم وايي په ځینو سویلی ولایتونو کې د ښځینه مدافع وکیلانو نه شتون د ښځینه زندانیانو لویه ستونزه ده. دغه بنسټ وايي، شاوخوا ۴۰ سلنه ښځینه زندانیانو ویلي، چې مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري یا هم هغه وکیل چې د دولت لخوا د دوی مدافع وکیل ټاکل کیږي، یوازې یوځل يې ورسره لیدلي دي.

د افغانستان د عدلیې وزارت د حقوقي اسانتیا وو مشر اسدالله وحدت دغو موندونو ته په غبرګون کې، د لا ډېرو ستونزو یادونه کوي، چې وايي په ځینو سیمو کې د نارینه وو لپاره هم مدافع وکیل نه شته.

د مدني حقونو په اړه نه پوهاوی، ښځینه زندانونو ته په جبري ډول د سواد نه ورکړه، په زندانونو کې رواني درملنې ته د ښځینه زندانیانو نه لاسرسی، په زندانونو کې د وړکتونونو او د ماشومانو د ساتنې مرکزونو نشتوالی هغه نورې ستونزې دي چې په دغه رپوټ کې یې یادونه شوې.

د افغانستان مېرمنو ټولنې مشره ثریا پرلیکا د یاد رپوټ خپرېدو غونډې ته وینا کې د زنداني ښځو د حالت ښه والي، عدالت ته د هغوی د لاسرسي او د زندانونو په چارو کې د سمون وړاندیزونه وکړل.