د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د افغانستان بشپړ غړیتوب پرېکړه کېږي

د انځور حقوق
Image caption دې سره به د ټرانزیټ ستونزه او په ځانګړې توګه له پاکستان سره به د ټرانزیټ برخه کې زموږ ستونزه د تل لپاره هواره شي مزمل شینواری

اټکل دی د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د پوره غړیتوب په اړه سبا ( پنجشبنه ) د کینیا په نایروبي کې د دغه سازمان د وزیرانو کچې په کنفرانس کې پرېکړه وشي.

د افغانستان د تجارت او صنایعو مرستیال وزیر مزمل شینواری چې د سوداګري نړیوال سازمان په روان کنفرانس کې د ګډون لپاره په کینیا کې دی، د افغانستان لپاره د دغه سازمان د غړیتوب د ګټو په اړه وویل:

'' د دغه سازمان غړیتوب تر لاسه کول پر افغانستان د نړیوالې ټولنې باور زیاتوي، ځکه هر هېواد یا پانګه وال له پانګونې مخکې ګوري، چې دغه هېواد د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب لري او که نه، بله دا چې دې سره به د ټرانزیټ ستونزه او په ځانګړې توګه له پاکستان سره به د ټرانزیټ برخه کې زموږ ستونزه د تل لپاره هواره شي.''

د نوموړي په وینا دې لړ کې افغانستان په داخلي سسټم کې یو لړ بدلونونه او اصلاحات راوستي او د حکومت په دننه کې یوه اندازه بیوروکراسي له منځه وړې او وايي داسې ژمنیتا شته، چې په بشپړه توګه به له منځه وړله کېږي.

ښاغلی شینواری زیاتوي د ۱۶۲ غړو هېوادونو په دغه سازمان کې غړیتوب تر لاسه کول ځکه ډېر مهم دي، چې وايي د نړۍ سوداګرۍ ډېره برخه د همدې سازمان تر چتر لاندې تر سره کېږي او د غړیتوب تر لاسه کولو په صورت کې به افغانستان هم د نړیوالې سوداګرۍ په مهمو پرېکړو کې ونډه ولري.

۱۶۲ هېوادونه د سوداگرۍ نړيوال سازمان غړیتوب لري.

افغانستان ۱۱ کاله وړاندې په دغه سازمان کې د ورګډېدو غوښتنه کړې وه او تېره میاشت د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړو موافقه وکړه چې د پوره غړي په توګه یې ومني.

افغان چارواکي هیله مند دي چې د دغه سازمان دایمي غړیتوب به یې په هېواد کې د سودګرۍ او پانګونې له غوړولو سره مرسته وکړي.