عزيز: افغان طالبانو سره د خبرو لپاره کمېټه جوړېږي

د انځور حقوق ARG
Image caption د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ مخامخ خبرې څو مياشتې وړاندې وروسته له هغې وځنډېدې چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرګ خبر خپور شو

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز ويلي د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا له استازو به يوه څلور کسيزه کمېټه جوړه شي، چې طالبانو سره د سولې خبرو شرايط برابر کړي.

څلور واړو هېوادونو دا منلې چې خبرې به ډېر ژر پيل شي، خو د خبرو د پيل په اړه يې کره نېټه نه ده ورکړې.

د افغانستان او پاکستان لپاره د چين ځانګړی استازی ياو جېنګ وايي د خبرو کره نېټه به له ښکېلو غاړو سره له خبرو وروسته اعلان شي.

ښاغلی ياو جېنګ وايي: ''اوسمهال د خبرو د مهالوېش په اړه څه ویل ستونزمن دي، ځکه زه فکر کوم دا ټولې خواوې دي چې د سولې خبرو د محتوياتو په اړه پرېکړه کوي.''

د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ مخامخ خبرې څو مياشتې وړاندې وروسته له هغې وځنډېدې چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرګ خبر خپور شو.

ټاکل شوې وه په دغو ورځو کې د طالب استازو او افغان پلاوي ترمنځ د مخامخ خبرو دويم پړاو ترسره شوی وای.

د مخامخ خبرو لومړی پړاو د پاکستان د پلازمېنې په تفريحي سيمه مري ترسره شو، چې ټولو ترې رضايت درلود او د دغې لړۍ د غځېدو غوښتنه شوې وه.

د انځور حقوق AP
Image caption شنونکي وايي طالبان اوس په څو ډلو وېشل شوي او له هرې ډلې سره خبرې اسانه چاره نه ده

خو د ملا عمر د مرګ له خبر او په پلازمېنه کابل کې د خونړيو بريدونو وروسته د کابل او اسلام اباد اړیکي ترينګلي شول او دواړو پر يو بل د ترهګرۍ پاللو تور لګاوه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي وروسته له هغې يو څه بېرته عادي حالت ته وروګرځېدل چې د پښتونخوا يو شمير قومي مشران کابل ته ورغلل او له افغان ولسمشر اشرف غني يې وغوښتل چې د پاريس غونډه کې له نواز شريف سره وګوري.

تر دې ليدنې وروسته ولسمشر غني په اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس کې ګډون وکړ او د پاکستاني چارواکو په ګډون يې له امريکايي او چينايي چارواکو سره د سولې په تړاو خبرې وکړې.

پاکستان، افغانستان، چين او امريکا ژمنه وکړه چې طالبانو سره د سولې خبرو ته به ادامه ورکوي او اسلام اباد افغان حکومت ته ډاډ ورکړی د هغو کسانو پر وړاندې به پوځي ګام پورته کوي، چې افغان سولې سره نه يو ځای کېږي.

ورته مطالب