د غور والۍ سيما جوينده د کابل ولايت د مرستيالې په توگه وټاکل شوه

Image caption ميرمن جوينده په ۱۳۵۱ کال کې په چغچران کې چې اوس په فيروز کوه يادېږي شوی زېږېدلې

د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو ادارې اعلان کړی چې د ولسمشر اشرف غني د فرمان پر بنسټ د مرکزي ولايت غور والۍ سيما جوينده له خپلې دندې لرې او د کابل د والي د مرستيالې په توګه ټاکل شوې ده.

د دغې ادارې ويانده منيره یوسفزاده وايي تر اوسه د آغلې جويند پر ځای د غور لپاره نوې څېره نه ده نومول شوې.

دې بي بي سي ته وويل تر هغه چې د غور ولايت لپاره بل څوک معرفي کېږي، د دغه ولايت مشري به د مرستيال والي پر غاړه وي.

افغان ولسمشر اشرف غني د روان کال چنګاښ/سرطان مياشت په لومړيو کې د غور د والۍ په توګه وټاکله.

تر دې وړاندې معصومه مرادي د حکومت له لوري د دايکندي د والۍ په توګه ټاکل شوې وه او مېرمن جوينده د دغه حکومت دويمه ښځينه والۍ وه.

ميرمن جوينده په ۱۳۵۱ کال کې په چغچران کې چې اوس په فيروز کوه يادېږي شوی زېږېدلې او د ليسانس تر کچې يې زده کړې کړې دي.

آغلې جوينده مخکې تر دې په نادولتي ادارو او د کليو او پراختيا وزارت کې کار کړی او يو مهال ښوونکې وه.

Image caption د والۍ په توګه د سيما جوينده له انتخاب سره لا له هماغه پيله د عالمانو د شورا په ګډون يو شمېر کسانو مخالفت کاوه

مېرمن جويندې دوه مياشتې وړاندې ويلي و، يو شمېر هغه کسان چې له ښځو سره ضديت لري او په غور کې د ځمکو غاصبين دا په مرګ ګواښي.

د غور نفوس شاوخوا ۸۰۰زره کسانو ته رسېږي، چې لويه برخه يې بېوزلي دي.

په غور کې د ښځو حضور پيکه دی، خو په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د زورزياتي پېښې زياتې دي.

د والۍ په توګه د سيما جوينده له انتخاب سره لا له هماغه پيله د عالمانو د شورا په ګډون يو شمېر کسانو مخالفت کاوه.

ورته مطالب