ایران هم اروپا ته تلونکي کډوال بېرته راستنوي

هره ورځ په لسګونو هغه افغانان چی له ایرانه اروپا ته د تګ د هڅو پر مهال د ایراني پوله ساتو له خوا نیول کېږي، د اسلام کلا له پولې افغانستان ته رالېږدول کېږي. سیمه ییز چارواکي وایي په دوی کې ښځې او ماشومان هم شامل وي.

پخوا به یوازې هرات ته د هغو افغانانو د رالېږلو بهیر روان ؤ چې د کار لپاره په ناقانونه توګه ایران ته ځي، خو هلته د ایراني پولیسو له خوا نیول کېږي.

خو اوس د هغو کډوالو لنډ مهاله پالنه هم چې د ایران له لارې اروپا ته د تګ پر مهال تر نیول کېدو وروسته را اېستل کېږي، په هرات کې د کډوالو د ادارې د ورځنیو چارو یوه برخه جوړوي.

دوی د اسلام کلا په بندر کې د ملګروملتونو د کډوالۍ نړیوال دفتر په مرسته د هرات ښار په شمال کې د انصار پنډغالي او بیا له هغه ځایه خپلو اصلی سیمو او ولایتونو ته لېږدول کېږي.

د انصار د پنډغالي مشر عین الدین اسلمي وایی "په ورځ کې شل یا دېرش تنه او یا هم کله څلوېښت تنه داسې کسان له ایرانه را اېستل کېږي چې د نوموړي هېواد له لارې اروپا ته د تګ هڅه کوي، خو د ایرانیانو لخوا را اېستل کېږي. پخوا یې شمېر زیات وو خو پدې ورسیتو کې چې هوا سړه شوې شمېر یې راټیټ شوی".

په دې پنډغالي کې مې داسې یوه کورنۍ هم ولیده چې د خپل ژوند ټول وسایل یې پلورلي چې اروپا ته ځان ورسوي خو هرڅه یې له لاسه ورکړي او مقصد ته هم ندی رسېدلی.

دا هغه کورنۍ ده چې په ایران کې د څو کاله ژوند وروسته یی د اروپا د سفر هڅه وکړه خو د اورمیي پر پوله د ایراني پوله ساتو لخوا تر نیول کېدو وروسته بېرته افغانستان ته راولېږدول شول.

دلته د انصار په کمپ کې د دوی لنډمهاله پالنه کېږي او ډېر ژر به خپلې اصلي سیمې ته ولېږدول شي.

خو دا سفر به د هغې مور لپاره چې د خپلو بچیانو د هوساینې لپاره یې ډېر ارمانونه درلودل پدې جنګ ځپلي هېواد کې چندان په زړه پوری نه وي.

د دې مېرمنې خاوند غلام یحیی بیا وایي چې بهر ته د تګ لپاره خطرناکه سفرونو ندی ستړی کړی او بیا به هم دا هڅه تکراروي.

" دلته هېڅ برخلیک نلرو. هېڅ شی مالوم ندی. مجبوره یو په هر ډول چې کېږي باید اروپا ته ولاړ شو. بیا هم هڅه کوم. د دی ماشومانو د راتلونکي لپاره ځم. زه جنګ نغواړم. سوله غواړم او سواد غواړم".

د هغو کسانو په کتار کې چې له ایرانه رااېستل شوي داسې کسان هم لیدل کېږي چې ډېر زیان منونکي دي او اروپا ته یې د تګ هڅه ناکامه شوې. محمد رضا حسیني نابینا دی.

ډېر وخت یې ایران کې تېر کړي خو هلته بیا اوسېدو ته زړه نه ښه کوي. دی هم اروپا ته د تګ هیله لري او وايي " ویل مې چې هلته به ولاړ شم چې خامخا به د دایمي هستوګنې اجازه راکړي ځکه دوی به مو مني او شرایط یې ښه دي. ویل مو چې هلته به لکه ایران غوندې نه وي چې د موږ سره یې چلند سخت دی. ویل مو توکل په خدای ولاړ به شو هرڅه چې پېښېږي پېښ دې شي. موږ یی په ارومیه کې ونیولو. ایرانی پوله ساتونکو بد چلند ونکړ خو کله یې چې کمپ ته راوستلو ډېر یې وځورولو. په هرو لس کیلومتره کې به یې پنځوس زره تومانه کرایه غوښته. که مو نه وی ورکړې وهلو یې".

ډیری هغه افغانان چې له ایرانه ناڅاپه را اېستل کېږي ډېر بې وزله وي او یا په دې نه وي توانېدلي چې د خپل ژوند آسانتیاوې ورسره راوړی . دوی تر ډېره د دولتي مرستو په تمه وي.

ورته مطالب