افغانستان د سوداګرۍ نړیوال سازمان بشپړ غړی شو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

دا پرېکړه نن د کينيا په پلازمېنې نيروبي کې د سوداگرۍ د نړيوال سازمان ( ډبليو ټي او) د وزيرانو د کچې غونډې کې وشوه.

افغانستان ١١ کاله وړاندې دې سازمان کې د غړيتوب غوښتنه کړې وه. د ډبليو ټي او دې پرېکړې سره به د سودا ګرۍ او پانګونې له غوړېدو سره مرسته وشي.

په رسمي توگه افغانستان ته د بشپړ غړيتوب ورکولو له اعلان و ړاندې د افغانستان د حکومت اجرايوي رياست مرستيال محمد خان وويل چې افغانستان کې بهرنۍ پانگې اچونې ته زمينه برابره ده، او وې ويل چې د سوداگرۍ په بېلابيلو ډگرو کې د کار او پانگې اچونې امکانات موجود دي.

Image caption دا پرېکړه چې نن د سوداگرۍ نړيوال سازمان غونډې کې اعلان افغانستان ددې سازمان ١٦٣ غړى هېواد شو.

ده وويل د ډبليو ټي او غړيتوب به افغانستان سره د پانگې اچونې زياتېدوکې مرسته وکړي.

ده وويل چې خلکو په ځانگړې توگه ځوانانو او مېرمنو ته به د کارزمينه برابروي. ده وويل چې د کار زمېنې برابرېدو سره به د ترورزم په کنترول کې مرسته وشي.

محمد خان وويل هيله چې د ډبليو ټي او غړيتوب به گاونډيو هېوادو سره د دوي سوداگريزې اړيکي ښې کړي.

غونډې ته د ډبليو ټي او مشر افغانستان ته ددې سازمان د غړيتوب ترلاسه کولو له امله مبارکي ورکړه او وې ويل چې د ټولو ژمنو پلې کولو کې به افغانستان سره کار کولو ته دوام ورکوي چې په دې ډول افغانستان د راتلونکي پرمختگ لپاره غښتلى بنسټ برابر شي.

غونډې ته د پاکستان استازي وويل چې له لومړنۍ ورځې يې ډبليو ټي او کې د افغانستان د غړيتوب ملاتړ کړى اودې همکارۍ ته به دوام ورکوي. ده وويل چې افغانستان د پاکستان دريم لوى سوداگريز ملگرى دى، چې هيله ده دې پرېکړې سره به د ټرانزيټ په برخه کې موجودو ستونزو لرې کولو کې مرسته وشي.

په دې کانفرانس کې د افغان مرکچي پلاوي مشر او د سوداگرۍ د وزارت معين مزمل شينواري بي بي سي ته وويل " دې غړيتوب سره به افغانستان کې د بهرنۍ پانگې اچوونې په تړاو د پانگه والو باور زياتولو سره مرسته وشي".

ده دغه رزا هيله وښودله چې دې سره به ټولو هېوادو په ځانگړې توگه پاکستان سره د ټرانزيټ ستونزه د تل لپاره حل شي.

ښاغلی شینواری زیاتوي د ۱۶۲ غړو هېوادونو په دغه سازمان کې غړیتوب تر لاسه کول ځکه ډېر مهم دي، ځکه د نړۍ سوداګرۍ ډېره برخه د همدې سازمان تر چتر لاندې کېږي