اروپا ته د رسېدو په تکل په راګرځول شويو افغانانو څه تېر شوي!

Image caption دوی د اسلام کلا په بندر کې د ملګرو ملتونو د د کډوالۍ نړیوال دفتر په مرسته د هرات ښار په شمال کې د انصار پنډغالي او بیا له هغه ځایه خپلو اصلي سیمو او ولایتونو ته لېږدول کېږي.

هره ورځ په لسګونو هغه افغانان چې له ایرانه اروپا ته د تګ د هڅو پرمهال د ایراني پوله ساتو له خوا نیول کیږي، د اسلام کلا له پولیې افغانستان ته رالیږدول کیږي. سیمه يیز چارواکي وایي په دوی کې ښځې او ماشومان هم دي.

پخوا به یوازې هرات ته د هغو افغانانو د رالیږلو بهیر روان و چې د کار لپاره په ناقانونه توګه ایران ته ځي خو هلته د ایراني پولیسو له خوا نیول کیږي، اوس د هغو کډوالو لنډ مهاله پالنه هم چې د ایران له لارې اروپا ته د تګ پر مهال تر نیول کیدو وروسته را ایستل کیږي، په هرات کې د کډوالو د ادارې د ورځنیو چارو یوه برخه جوړوي.

دوی د اسلام کلا په بندر کې د ملګرو ملتونو د د کډوالۍ نړیوال دفتر په مرسته د هرات ښار په شمال کې د انصار پنډغالي او بیا له هغه ځایه خپلو اصلي سیمو او ولایتونو ته لېږدول کېږي.

د انصار د پنډغالي مشر عین الدین اسلمي وایي:

''په ورځ کې شل یا دیرش تنه او یا هم کله څلویښت تنه داسې کسان له ایرانه را ایستل کېږي چې د نوموړي هېواد له لارې اروپا ته د تګ هڅه کوي خو د ایرانیانو لخوا را ایستل کیږي. پخوا یې شمیر زیات وو خو په دې وروستیو کې چې هوا سړه شوې شمېر یې راټیټ شوی دی.''

په دې پنډغالي کې مې داسې یوه کورنۍ هم ولیده چې د خپل ژوند ټول وسایل یې پلورلي ‎چې اروپا ته ځان ورسوي، خو هرڅه یې له له لاسه ورکړي او مقصد ته هم نه ده رسېدلې.

Image caption ډېری هغه افغانان چې له ایرانه ناڅاپه را ایستل کېږي بې وزله وي او یا په دې نه وي توانېدلي چې د خپل ژوند اسانتیاوې ورسره راوړي. دوی تر ډېره د دولتي کوپونونو ‎په تمه وي.

دا هغه کورنۍ ده چې په ایران کې له څو کاله ژوند وروسته یې د اروپا د سفر هڅه وکړه خو د اورمیي پر پوله د ایراني پوله ساتو لخوا تر نیول کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستنه کړل شوه.

دلته د انصار په کمپ کې د دوی لنډمهاله پالنه کېږي او ډېر ژر به خپلو اصلي سیمو ته ولیږدوله شي. خو دا سفر به د هغې مور لپاره چې د خپلو بچیانو د هوساینې لپاره یې ډېر ارمانونه درلودل، په دې جنګ ځپلي هېواد کې چندانې په زړه پورې نه وي:

''هیله مو دا وه چې اروپا ته ولاړ شو چې بچیان مې تحصیل وکړي چې په نتیجه کې خپل هېواد ته ښه روزل شوي کسان ډالۍ کړو. د خپل ټول ژوند امکانات مو له لاسه ورکړل. اوس خپل هېواد ته راغلي یو. که د موږ هېواد آباد وي، نه غواړو چې نورو هېوادونو ته ولاړ شو.'' د دې مېرمنې مېړه غلام یحیی بیا وایي چې بهر ته د تګ لپاره خطرناکو سفرونو نه دی ستړی کړی او بیا به هم دا هڅه تکرار کړي‎:

''دلته هېڅ برخلیک نه لرو. هېڅ شی مالوم نه دی. مجبوره یو په هر ډول چې کېږي باید اروپا ته ولاړ شو. بیا هم هڅه کوم. د دې ماشومانو د راتلونکي لپاره ځم! زه جنګ نه غواړم. سوله غواړم او سواد غواړم. ''

د هغو کسانو په کتار کې چې له ایرانه رایستل شوي داسې کسان هم لیدل کېږي چې ډېر زیان منونکي دي او اروپا ته ییې د تګ هڅه ناکامه شوې. محمد رضا حسیني نابینا دی. ډېر وخت یې ایران کې تېر کړی خو هلته بیا اوسیدو ته زړه نه ښه کوي. دی هم اروپا ته د تګ هیله لري او وایي:

Image caption دلته د انصار په کمپ کې د دوی لنډمهاله پالنه کېږي او ډېر ژر به خپلو اصلي سیمو ته ولیږدوله شي.

''ویل مې چې هلته به ولاړ شم چې خامخا به د دایمي هستوګنې اجازه راکړي ځکه دوی به مو مني او شرایط یې ښه دي. ویل مو چې هلته به لکه ایران غوندې نه وي چې له موږ سره یې چلند سخت دی. ویل مو توکل په خدای ولاړ به شو هرڅه چې پیښیږي پېښ دې شي. موږ یې په ارومیه کې ونیولو. ایراني پوله ساتونکو بد چلند ونه کړ، خو کله یې چې کمپ ته راوستلو ډیر یې وځورولو. په هرو لسو کیلومترو کې به یې پنځوس زره تومانه کرایه غوښته. که مو نه وای ورکړې وهلو یې.''

ډېری هغه افغانان چې له ایرانه ناڅاپه را ایستل کېږي بې وزله وي او یا په دې نه وي توانېدلي چې د خپل ژوند اسانتیاوې ورسره راوړي. دوی تر ډېره د دولتي کوپونونو ‎په تمه وي.

Image caption دلته د انصار په کمپ کې د دوی لنډمهاله پالنه کېږي او ډېر ژر به خپلې اصلي سیمې ته ولیږدوله شي. خو دا سفر به د هغې مور لپاره چې د خپلو بچیانو د هوساینې لپاره یې ډېر ارمانونه درلودل، په دې جنګ ځپلي هېواد کې چندانې په زړه پورې نه وي