د امريکا د دفاع وزير افغانستان ته تللی

د انځور حقوق Reuters

امریکايي چارواکي وايي د دې هېواد د دفاع وزير اشټون کارټر له افغان چارواکو سره د ليدنې کتنې لپاره افغانستان ته تللی دی.

ويل کېږي د دې سفر موخه په افغانستان کې روان امنيتي حالت او له افغان ځواکونو سره د مرستې لارې چارې لټول دي.

ښاغلی کاټر د جمعې په ورځ (۱۸ ډسمبر) په يوه ناڅاپي سفر د ننګرهار ولايت پوځي اډې تللی دی. نوموړي په افغانستان کې له خپلو پوځيانو سره کتلي او د کال پای رخصتيو پر مهال د کار کولو له امله يې ترې مننه کړې ده.

د رويټرز خبري اژانس په وينا ښاغلي کارټر "اسلامي دولت" نومې ډله (داعش) د يوه خطر په توګه ياده کړې او وايي امريکا هغوی له نژدې څارې.

کارټر زياتوي، د افغانستان په ځينو برخو کې د طالبانو پرمختګ که هغه لنډه مهاله هم دی ښيي چې دا جګړه څومره سخته او ترينګلې ده.

د امريکا د دفاع وزير په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې تېره اوونۍ د ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان کمبل ويلي، "اسلامي دولت" نومې ډلې پلويان هڅه کې کوي چې ننګرهار ولايت په سیمه کې په خپل مرکز بدل کړي.

دی ويلي وو داعش غواړي په جلال اباد کې خپل مرکز پرانيزي چې په خراسان ولايت کې د اصلي اډې په توګه ورڅخه کار واخلي.

له اسوشيټډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې جنرال کمبل ويلي وو، داسې شواهد يې ترلاسه کړي چې د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې د اسلامي دولت نومې ډلې خواخوي يا پلويان په سوريې او عراق کې د دغې ډلې له مشرانو سره د اړيکو ټينګولو هڅې کوي.

امريکا اوس مهال په افغانستان کې ۱۰ زره پوځيان لري چې له نيمايي زيات به يې له ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.