بګرام هوايي اډې ته څېرمه ځانمرګي برید ۶ بهرني سرتېري وژلي

Image caption ناټو وايي په دغه چاودنه کې شپږ بهرنيان وژل شوي

تر هغه وروسته چې یوه ځانمرګي بګرام کې شپږ امریکایی عسکر ووژل، سپینه ماڼۍ وایي له افغان حکومت او ولس سره ملاتړ ته ژمنه ده. سپینې ماڼۍ له وژل شوو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې.

په موټر سایکل سپاره ځانمرګي په بګرام کې د ناټو افغان په ګډه ګزمه برید وکړ. طالبانو د برید پړه منلې چې په وروستیو میاشتو کې یو خونړی برید ګڼل کېږي.

دا برید په داسې مهال شوی چې په کابل کې هم توغندي لګېدلي دي.

د پروان ولايت ځايي چارواکي وايي د دې ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنیانو او افغان پوځيانو پر ګډې ګزمې د موټر سایکل چلوونکي له خوا ځانمرګی برید شوی.

د ناټو ځواکونو د يوې خبرپاڼې په خپرولو، پېښه کې د شپږو بهرنيو سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د پروان د والي ویاند وحید صدیقي بي بي سي ته وويل په دغه پېښه کې درې افغان پولیس هم ټپیان شوي دي.

دی وايي، ماسپښین شاوخوا یوه نیمه بجه افغان او ایتلافي ځواکونو د بګرام ولسوالۍ په باجوړۍ سیمه کې په ګزمه بوخت وو، چې پر موټرسایکل سپاره ځانمرګي پرې بريد وکړ.

ويل کېږي ولسي وګړو ته په دغه پېښه کې کوم زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوې لېږل شوې اعلامیې کې ویلي برید دوی کړی اود ادعا لري چې ددې بريد له امله نژدې ٢٠ بهرني پوځيان وژل شوي دي.

په يوه بله پېښه کې په کابل ښار کې يوه امريکايۍ تبعه وژل شوې ده.

د امريکا سفارت هم د يادې شوې پېښې پخلی کړی دی.

پوليسو بي بي سي ته ويلي" ليزا اکبري جېم ته د تلو پر مهال د يوه ملا له خوا وژل شوې ده."

د دوی په وينا ملا اوس نيول شوی دی.