افغانستان کې د انټرنېټي خدمتونو خوندیتوب

د انځور حقوق Thinkstock

د افغانستان دمخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، په تیرو پنځو کلونو کې یې د انټرنیټي جرمونو له سلو ډیرې پېښې څېړلي دي چې ورسره انټرنټي جرمونو کې کموالی راغلی دی.

دا وزارت اوسمهال د مالوماتو د ملي مرکز په نوم یوه اداره لري چې په افغانستان کې د انټرنټي خدمتونو همغږې کولو کې یې مرسته کړې. کابل کې زموږ همکار سیدعبدالله نظامي په خپل رپوټ کې کاږي چې تردې وړاندې په افغانستان کې انټرنټي بریدونو ته د چا دومره پام نه وو.

ډیر به په ډاده زړه پر انټرنټي وسیلو له وړو ټګیو نیولي تر لویو انټرنټي بریدونو بې له ویرې خواري کوي، هلته چې د ټکنالوژۍ ځوانه موده روانه ده، خو افغانستان وايي دمخابراتو وزارت يي له ملي امنیتي ادارو سره غوږ جنګولی او په وروستیو پنځو کلونو کې یې ګڼې انټرنیټي درغلۍ رسوا کړي دي.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت دمالوماتي سیستم سلاکار زمریالی وفا وايي دا پیښې دسایټونو حک کول، بانکي حسابونو ته ناقانونه لاسرسی وو چې شمیر یې له سلو ډیرې اوړي .

ښاغلي وفا بي بي سي ته وویل، له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د انټرنټي جرمونو کچه کې د پام وړ کموالی راغلی.

انټرنټي خوندیتوب

چارواکي وايي د ملي مالوماتي مرکز په غښتلي کیدو دوی اوس توانیدلي د هر ډول انټرنټي بریدونو مخه ونیسي. په دغه مرکز کې د امریکا او فرانسې په کچه د څار اوکنټرول وسایل لګول شوي دي.

ښاغلی وفا وایي: "انټرنټي بریدونه په نوره نړۍ کې هم کیږي، خوموږ د پرمختللې نړۍ په څیر خپل تدابیر لرو. هیڅ نیمګړتیاوې نشته چې زموږ انټرنټي خدمتونه دې بربنډ پراته وي."

افغان دولت اوسمهال هڅه کوي، الکټرونیکي حکومتولي پراخه کړي او بریښنايي تذکرې ووېشي هغه څه چې د افغانستان د هر وګړي ټول مالومات په یوه کوچني چیپ کې خوندي کیږي، خو ورسره اندیښنه دا ده چې ښایي نور به يي مالوماتو ته په ناقانونه ډول لاسرسی ومومي .

نو پوښتنه داده چې دانټرنټ کارونې له ځوانې تجربې سره چې افغانان ورسره مخ دي او شاوخوا درې میلیونه وګړي ددې هیواد انټرنټ کاروي، د حکومت پر ډاډ د خلکو باور څومره شونی دی؟

محمد زبیر ورسجي چې دا څو کلونه د ټکنالوژۍ یو سمبالګر دی وايي، کابل اوس په نړیوال معیار انټرنټي څار لري، او هغوی چې له ستونزو سره مخ کیږي نو له مخابراتو وزارت سره دې شریک کړي.

"زه هرچا ته دا په ښکاره وایم که هرڅوک وايي دوی په اسانۍ د افغانستان انټرنټ پاڼې حک کولی شي، نو دا ګز دا میدان".

څو کاله وړاندې د انټرنټ امنیت خبرې ته د چا هومره پام نه کیده.

په ۲۰۱۲ کال کې بریدګرو د افغانستان د ملي شورا ویبپاڼه هک کړه او ځینې نورو حکومتي پاڼو ته هم د انټرنټي بریدګرو لاسونه ورسېدل چې ورسره یې انټرنټي خونديتوب ته د حکومت پام ډېر کړ.

خو دا بریدونه د نړۍ په کچه تمبول اسانه نه دي. له کلکو ګامونو سره سره چې د انټرنټ د خوندیتوب لپاره پورته کیږي، ورسره د هکرانو کمینونه هم ډیریږي. بخت او ځان ساتل یې د ژغورنې لارې دي.