"سنګين ولسوالۍ طالبانو ونيوه"

Image caption د هلمند سنګين ولسوالۍ کې له څو ورځو راهيسې سخته جګړه روانه وه.

د افغانستان له جنوب هلمند ولايت څخه تازه راپورونه وايي د دې ولايت سنګين ولسوالۍ اوس نژدې په بشپړ ډول د طالبانو تر ولکې لاندې ده.

د افغانستان ولسي جرګه کې د هلمند يوه استازي او د پوليسو يوه مشر بي بي سي ته ويلي، چې د "پوليسو مرکز، د ولسوالۍ ودانۍ اوس د طالبانو لاس ته لوېدلې ده".

څو سوه پوځيانو اوس يوه نژدې پوځي مرکز کې پناه اخيستې ده.

د سنګين ولسوال بي بي سي ته ويلي چې له يو شمېر ټپيانو سره د هوا له لارې ايستل شوي دی.

د هلمند سنګين ولسوالۍ کې له څو ورځو راهيسې سخته جګړه روانه وه.

د قاري يوسف احمدي په نامه د طالبانو يوه وياند رسنيو ته په لېږلي پيغام کې ويلي، چې دا ولسوالۍ يې اوس په بشپړ ډول نېولې ده.

وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی بي بي سي ته ويلي وو چې نوې ځواکونه يې سيمې ته لېږلي او هلته د طالبانو د زورور بريد پر وړاندې مقاومت کوي.

ده ويلي وو، امريکايي او بريتانوي پوځيان هم هلمند ته ورغلي خو يوازې مرستندويه چاره پر مخ وړي.

د هلمند سنګین ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا مشر حاجي داوود وايي هغه نوي ځواکونه چې دغې ولسوالۍ ته لېږل شوي د ولسوالۍ او امنیې قومندانۍ په ساتلو کې یې هیڅ راز مرسته نه ده کړې.

دی وايي هلته میشتې لوا ته نوي مرستندویه ځواکونه د ولسوالۍ له مرکزه شاوخوا اووه کیلومتره لېرې ښکته شوي دي.

هلمند د افغانستان جنوب کې يو له نا امنه ولایتونو ګڼل کېږي چې په تېرو څو کلونو کې د افغان او وسله والو طالبانو تر منځ په کې ګڼ شمېر جګړې ترسره شوې دي.

سنګين پر دوه لارې پرته يوه ستراتيژيکه ولسوالۍ ده، چې د شمالي هلمند لپاره د دروازې حيثيت لري.