په پښتو ژبه د موبایل وړیا اپلېکېشنونه

د انځور حقوق ShamshadTeck
Image caption ښاغلی زهیر وايي، د پښتو پرلیکه کتابتون یې جوړ کړی چې لوستونکي کولای شي سلګونه وړیا کتابونه پکې ولولي او خپل کمپیوټر ته یې ښکته کړي او اوس یې هڅه پیل کړې چې پرلیکه کتابتون ته د موبایل اپلیکېشن هم جوړ کړي.

افغان ځوان د هېوادوالو د اړتیاوو لپاره د موبایل وړیا اپليکېشنونه Apps جوړ کړي.

په افغانستان کې د انټرنېټي خدمتونو زیاتوالي، د ځیرکو موبایلونو کاروونکي هم زیات کړي دي.

د نورو موبایلونو په پرتله د ځیرکو هغو یو ځانګړنه داده چې پرلیکه ورته بېلابېل علمي، خبري، ټولنیز او نور پروګرامونه را کښته کېدای شي.

موبایل ته رالېښل کېدونکو (ډاونلوډېدونکو) پروګرامونو ته اپليکېشنونه یا Apps وايي.

په موبایلونو کې ډېری پروګرامونو د کمپنیو له خوا ځای پر ځای کېږي، خو ډېر نور یې بیا له اپ سټور، اپل سټور او نورو اپلیکېشنځایونو را ښکته کېږي.

په دغه اپلیکېشنځایونو کې په اوس وختونو کې یو نیم پښتو پروګرام هم موندل کېږي. د قرآن کریم پښتو ژباړه او تفسیر، ... د خوشحال خان کلیات، د غني خان کلیات او نور.

د انځور حقوق ShamshadTeck
Image caption په دغه اپلیکېشنځایونو کې په اوس وختونو کې یو نیم پښتو پروګرام هم موندل کېږي. د قرآن کریم پښتو ژباړه او تفسیر، ... د خوشحال خان کلیات، د غني خان کلیات او نور.
د انځور حقوق ShamshadTeck
Image caption ماهران وايي، په پښتو ژبه د اپلیکېشنونو جوړول ښه پیل دی، خو زیاتوي چې ټوله کې پښتو ته جوړ شوي اپلیکېشنونه د محتوا له اړخه ضعیفه دي.

دغه اپلیکېشنونونه افغان ځوانانو جوړ کړي، چې یو یې هم شمشاد زهیر دی.

شمشاد زهیر وايي تر اوسه یې شپږ اپلیکېشنه جوړ کړي او خلک کولای شي وړیا یې ډاونلوډ او ګټه ترې ترې واخلي:

''تر اوسه مې له شپږو زیات موبایل اپلیکېشنه جوړ کړي چې څلور یې په اپلیکېشنځایونو کې شته: پښتو متلونه، د ملي سرود ویډیو، نبوي سیرت، غوره ویناوې، له انګلیسي څخه پښتو ته ډیکشنري او نور اپلیکېشنونه دي چې خلک کولای شي ډاونلوډ او وړیا ګټه ترې واخلي.''

پښتو پر لیکه کتابتون

ښاغلی زهیر وايي، د پښتو پرلیکه کتابتون یې جوړ کړی چې لوستونکي کولای شي سلګونه وړیا کتابونه پکې ولولي او خپل کمپیوټر ته یې ښکته کړي او اوس یې هڅه پیل کړې چې پرلیکه کتابتون ته د موبایل اپلیکېشن هم جوړ کړي.

د انځور حقوق ShamshadTeck
Image caption دا اپلېکېشنونه په وړیا توګه موبایلونو ته راښکته کېدای شي

ماهران وايي، په پښتو ژبه د اپلیکېشنونو جوړول ښه پیل دی، خو زیاتوي چې ټوله کې پښتو ته جوړ شوي اپلیکېشنونه د محتوا له اړخه ضعیفه دي.

حمیدالله شېراڼی چې د ټیکنالوژۍ په برخه کې لوړې زده کړي کړي، وايي د اپلیکېشنونو جوړول په ټکنالوژیکي برخه کې لاس ته راوړنه ده، خو جوړېدونکي اپلیکېشنونه د محتوا له اړخه کمزوري دي:

د انځور حقوق hameed.sherani
Image caption حمیدالله شېراڼی چې د ټیکنالوژۍ په برخه کې لوړې زده کړي کړي، وايي د اپلیکېشنونو جوړول په ټکنالوژیکي برخه کې لاس ته راوړنه ده، خو جوړېدونکي اپلیکېشنونه د محتوا له اړخه کمزوري دي

''د بنسټونو او ادارو له خوا د اپلیکېشن جوړولو په برخه کې سیستماتیک کار نه دی، خو په ځانګړي ډول ځوانانو ډېر کار کړی دی. خو په ننني ټیکنالوژیک عصر کې د نړۍ له نورو ملتونو په پرتله زموږ لرېوالی بېخي ډېر دي.''

اپلیکېشنونه د ځيرکو موبایلونو پروګرامونه دي، چې په نړۍ کې یې ورځ تر بلې کاروونکي زیاتېږي چې ور سره جوخت یې د اپلیکېشن جوړونې صنعت هم ګړندی کړی دی.

د انځور حقوق ShamshadTeck
Image caption شمشاد زهیر وايي تر اوسه یې شپږ اپلیکېشنه جوړ کړي او خلک کولای شي وړیا یې ډاونلوډ او ګټه ترې ترې واخلي:

تېر کال د اپلیکېشن جوړولو صنعت په نړۍ کې د فلم جوړولو له صنعته ډېر کارونه پنځولي وو. شنونکي وايي، د اپلیکېشنونو د صنعت د ودې پړاوونه ګړندي، د ګټې چانس یې ډېر او د پیسو دوران یې لنډ دی چې ښايي په راتلونکي کې د نړۍ د مهم کاروبار له ډلې وي.

خو دا چې د کاریال یا اپلیکېشن جوړونې صنعت په افغانستان کې نوی دی، پر لیکه د خرڅلاو اسانتیاوې یې هم محدودي دي، نو له دغه صنعته مالي ګټې اخیستو ته لا وخت شته.

د انځور حقوق ShamshadTeck
Image caption په موبایلونو کې ډېری پروګرامونو د کمپنیو له خوا ځای پر ځای کېږي، خو ډېر نور یې بیا له اپ سټور، اپل سټور او نورو اپلیکېشنځایونو را ښکته کېږي.