''د هلمند سیمه ییزه اداره کې لاسوهنو ناامني ډېره کړې''

د انځور حقوق
Image caption دوی په یوې خبري غونډې کې غوښتل چې خپل ((ولسمشره هلمند وژغوره)) پیغام تر لوړپوړو چارواکو پورې ورسوي.

نن (چارشنبه/ دسمبر ۲۳مه، جدی ۲مه) کابل کې په لسګونه مدني فعالانو او د هلمند ولایتي شورا ځینو غړو له افغان ولسمشره وغوښتل چې هلمند وژغوري.

د دوی په وینا په هلمند کې د ناامنیو د ډیرېدو لوی لامل ددې ولایت په سیمه ییزه اداره کې سیاسي لاسوهنې دي.

دوی وویل چې په هلمند کي زرګونه سرتیري مشت دي، نو ولي ورځ تر بلې دا ولایت نا امنه کیږي.

په افغانستان کې د ځوانانو د همغږۍ او پیاوړتیا شبکې په نامه یوه مدنې بنسټ، پر حکومت تور ولګاوه چې هلمند ولایت ته د امنیت په راوستلو کې پاتې راغلی. دوی په یوې خبري غونډې کې غوښتل چې خپل ((ولسمشره هلمند وژغوره)) پیغام تر لوړپوړو چارواکو پورې ورسوي.

دوی له افغان حکومته وغوښتل چې د هلمند جګړې ته جدي پام وکړي.

د دې بنسټ په وینا، دا چې په هلمند شاوخوا شل زره سرتېري شته، نو بیا ولې هلمند کې امنیت ورځ تر بلې خرابېږي؟.

په غونډه کې د دې بنسټ مشر عنایت الله ناصر پر حکومت غږ وکړ، هغه خلک باید محاکمه شي، چې د هلمند د امنیتي وضعیت په خرابوالي کې لاس لري.

په غونډه کې د هلمند ولایتي شورا مشر کریم اتل وویل، له تېرو درو میاشتو راهیسې په هلمند کې یوازې ۶۹۷ افغان سرتېري وژل شوي او ۴۷۸ نور ټپیان شوي دي او ترڅڼګ یې په سلګونه عام وګړي وژل شوي دي.

د ښاغلي اتل په وینا، د ۶ میاشتو په جریان کې د دې جګړې له امله ۶۳ زره کورنۍ بېځایه شوې دي.

نوموړی پر حکومت تور ولګوی چې په هلمند کې سرتېرو ته تنخواوې پر وخت نه ورکوی. او وايي د دوی اعاشه او اباطه په بازارونو کې پلورل کېږي او سرتېري ۶ میاشتې په محاصره کې پاتې کېږي.

ښاغلي اتل پر مرکزي حکومت تور ولګاوه چې په ملي شورا کې د هلمند د یو شمېر استازو د شخصي غوښتنو پربنسټ يې د هلمند سیمه ییز چارواکي ګومارلي، چې د جګړې د ډېرو یو لامل هم همدا دی.

دې بنسټ یو پرېکړه کې له حکومته وغوښتل چې د هلمند په سیمه ییزه ادارې کې دې اساسي بدلونونه راوستل شي او د خیالي نظامي تشکیلاتو مخنیوی دې وشي.

د هلمند ولایت له سرتیرو سره د جګړې په وخت کې د هوايي ځواک لازمه مرسته وشي، دا چې د هلمند مساحت ډیردی، نو یا دې تشکلات ډیر شي یا دې هم پر دوو برخو ووېشل شي چې سم اداره کړل شي.

ورته مطالب