سمنګان: ترافيکي پېښه کې لسګونه کسان وژل شوي

د انځور حقوق f
Image caption ويل کېږي په وژل شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي

د افغانستان شمالي ولايت سمنګانو ځايي چارواکي وايي، يو مسافر وړونکی موټر له يوه بار وړونکي موټر سره ټکر شوی.

دوی وايي په دغه پېښه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي خو کره شمېرې تراوسه نه دي معلومې.

ويل کېږي پېښه د حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز ته څېرمه شوې ده.

د نوموړي ولايت د والي وياند صديق عزيزي بي بي سي ته ويلي، په دغه پېښه کې د ۱۴ کسانو مړي او ۱۵ ټپيان د ايبک مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

د ښاغلي عزيزي په وينا يو شمېر نور ټپيان سيمه ييزو روغتونونو ته هم لېږدول شوي.

په سيمه کې يوه عيني شاهد ذکرالله مجيدي بي بي سي ته ويلي، چې د حضرت سلطان ولسوالۍ کې دغه بس د يوه پله له سره سيند ته ور ولويد.

نوموړی وايي په وژل شويو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ورته مطالب