ولسي جرګې د ولسمشر ټاکنیز تقنیني فرمان رد کړ

د انځور حقوق 8amdaily

د افغانستان ولسي جرګې د ټاکنو د قانون د ځینو مادو د تعدیل په تړاو د ولسمشر تقنیني فرمان د رایو په اکثریت سره رد کړ.

نن د افغانستان ولسي جرګې د ولسمشر تقنیني فرمان د ټاکنو د قانون د ځینو مادو د تعدیل په اړه بحث وکړ. د اساسي قانون د ۱۰۹ مادې پربنسټ ولسي جرګه د تقنیني دورې په وروستي کال کې نه شي کولی د ټاکنو په قانون کې بدلون راولي.

نو ولسمشر د غه تعدیلاتو په یوه تقنیني فرمان کې راوستلي وو او ولسي جرګې ته يې استولی، خو د ولسي جرګې غړو استدلال کاوه، کله چې قانون وي. ولسمشر حق نه لري چې تقنیني فرمان صادر کړي، نو ځکه يې دغه قانون رد کړ.

د اسد الله سعادتي په ګډون یو شمېر استازو بیا استدلال کاوه چې په اساسي قانون کې ویل شوي چې ولسي جرګه بدلون نه شي راوستلی، خو حکومت یې کولی شي، دوی ویل که ولسي جرګه دغه فرمان نه شي تصویبولی، د رد واک هم نه لري.

خو د ولسي جرګې غړی عبدالستار خواصي بیا ټنګار کاوه، چې که داسې یو کار وشي. بیا به هر کله چې د حکومت کوم قانون نه وي خوښ په مقابل کې به تقنیني فرمان صادروي او داسې کوم دلیل هم نشته چې د قانون په شتون کې دې، تقنیني فرمان صادر شي.

له بحثونو وروسته ولسي جرګې د رایو په اکثریت د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ. تېره اونۍ د ټولټاکنو د سمون ځانکړي کمیسیون د ټولټاکنو د نظام د اصلاح لپاره خپل وروستي وړاندیزونه حکومت ته وسپارل، چې په هغه کې د ټولټاکنو د قانون د ځینو مادو د تعدیل غوښتنه هم شوې وه.

د اساسي قانون پربنسټ د ولسي جرګې د کار دوره هم پای ته رسېدلې او تر اوسه د نوو ټاکنونو د کېدو وخت هم نه دی په ډاګه شوی.

ورته مطالب