افغانستان کې د وګړو احوال ثبتولو کتابونه دیجیټلي کېږي

Image caption هره ورځ زرګونه کسان د هویت د تثبیت او تایید لپاره خپله پېژندپانه د افغانستان د نفوسو د ثبت ادارې ته راځي. ځېنې یې چې له لرې سیمو کابل ته راځي، له اوږده اداري بهیر نه شکایت لري.

افغان دولت د کډوالۍ نړیوال بنسټ "آى او اېم" په مرسته، د وګړو د شخصي مالوماتو زېرمې ډیجیټلي کولو لړۍ پیل کړې. ددې ادارې دغه کار سره به د وګړو د هویت تثبیت او د پيژندپاڼو د ویش بهیر ساده او آسانه شي.

له څلوېښتو کلونو راهیسې د افغانستان د اتباعو شخصي اطلاعات په ١٨ زرو کتابونو کې ثبت دي چې د افغانستان د نفوسو د ثبت اداره یې په دودیز ډول په عامو خونو کې ساتي.

ددې ادارې رییس نوراحمد غفوري وایي، د افغانستان د خلکو برخلیک په دې کتابونو کې ثبت دی. شک نشته چې د جګړو او له دې کتابونو د ګټه اخستو له امله یې ځېنې پاڼې لمنځه تللي دي.

د ډیجیټل کېدو بهیر

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا آی او اېم په مالي مرسته ۲۶ کسان ګومارل شوي ترڅو د هېواد د نفوسو د احوال ثبت کتابونو کې د خلکو شخصي معلومات ډیجیټل کړي. دا کسان هره ورځ د نږدې ۳۰۰۰ کسانو شخصي معلومات سېسټم ته داخلوي. ددې مرکز تجهیزات هم د آی او اېم لخوا برابر شوي دي.

د نفوسو د احوالو د ثبت کتابونو ډیجیټل کولو یوه مسوول احمد پروېز بي بي سي ته وویل، دا پروګرام درې برخې لري. لومړی موږ دا کتابونه له ارشیف څخه اخلو، پر خپلو کارکوونکو یې وېشو، هغوی کتابونه سکن کوي.

په هره صفحه کې د پنځو کسانو اطلاعات درج دي، د هر کس اطلاعات بېلوي او وروسته یې ډیټابېس کې ثبتوي.

د ډیجیټل کولو اهمیت

Image caption د نفوسو د ثبت ادارې رییس نور احمد غفوري وایي، دا داره هڅه کوي دا کتابونه په سمه توګه وساتل شي او د لمنځه تللو مخه یې ونیسي.

په افغانستان کې دولتي اسناد په ځانګړې توګه د وګړو شخصي اطلاعات ډېر زیانمن کېدونکي دي. جګړې او پر سیمو د بیلابېلو ډلو ولکې دې ارزښتناکو اسنادو ته ډېر خطر پېښ کړی دی. خو د نفوسو د ثبت اداره وایي، دوی د هر کتاب درې نسخې لري. یو یې په ولسوالۍ، یو یې د ولایت په مرکز او بل یې په پلازمینه کابل کې وي.

که څه هم د کورنیو جګړو پرمهال ځېنې کتابونه وسوځېدل، خو بله نسخه یې تل د کار وړ وه او ستونزې یې تر یوه بریده حل کړي دي.

د نفوسو د ثبت ادارې رییس نور احمد غفوري وایي، دا داره هڅه کوي دا کتابونه په سمه توګه وساتل شي او د لمنځه تللو مخه یې ونیسي.

ښاغلی غفوري زیاتوي: "له همدې امله پرېکړه شوې چې کوندې (اساس) کتابونه ډیجیټل شي، ترڅو د وګړو شخصي اطلاعات خوندي شي او د درغلۍ (اسنادو جعل) او اداري فساد مخه ونیول شي."

ارزښتناکه خزانه

د افغانستان د نفوسو ثبت اداره کې د پېژندپاڼې د ساتنې له څلورو خونو یوې ته ورغلو. ځېنې کتابونه له څلوېښتو کلونو هم پخواني دي. دا کتابونه د محمد داوود د ولسمشرۍ پرمهال د افغانستان د ۱۸ میلیونه وګړو د هویت معلومات لري.

Image caption که څه هم د کورنیو جګړو پرمهال ځېنې کتابونه وسوځېدل، خو بله نسخه یې تل د کار وړ وه او ستونزې یې تر یوه بریده حل کړي دي.

له هغه وروسته په افغانستان کې د جګړو له امله سرشمېرنه نه ده شوې. تن ننه پورې د همدې کتابونو له مخې چې شمېر یې ۱۸۰۰۰ ته رسېږي، د افغانستان اتباعو ته پېژندپاڼه ورکول کېږي.

اوږد او ننګوونکی بهیر

هره ورځ زرګونه کسان د هویت د تثبیت او تایید لپاره خپله پېژندپانه د افغانستان د نفوسو د ثبت ادارې ته راځي. ځېنې یې چې له لرې سیمو کابل ته راځي، له اوږده اداري بهیر نه شکایت لري.

یو له دې کسانو نیلاب وایي "راغلې یم چې تذکره مې تایید کړم، هرې ادرې ته چې ځم وایي څنګ ته کړکۍ ته لاړه شه، هلته چې ورځم، هغه مې بلې ته لېږي. بې نظمي او چغې دي. تر څو ځلې پوښتنې وروسته مې اړونده اداره ومونده."

سید زبیر چې غواړي خپل زوی او لمسي ته پېژندپاڼه واخلي او د لوګر ولایت له خوشي ولسوالۍ دې ادارې ته راغلی وایي: "سره له دې چې ولسوال تایید کړې، خو د بهرنیو چارو وزارت وایي باید کابل کې هم د نفوسو د ثبت ادارې لخوا تایید شي. پنځه ورځې کېږي دلته ګرځم او لا یې هم کار نه دي بشپړ شوی. د کوندې (اساس) پیدا کول هم ساعتونه وخت نیسي."

Image caption د افغانستان د نفوسو ثبت اداره کې د پېژندپاڼې د ساتنې له څلورو خونو یوې ته ورغلو. ځېنې کتابونه له څلوېښتو کلونو هم پخواني دي. دا کتابونه د محمد داوود د ولسمشرۍ پرمهال د افغانستان د ۱۸ میلیونه وګړو د هویت معلومات لري.

په افغانستان کې کلونه کېږي چې پېژندپانه په یوه غیرمعیاري پاڼه کې چاپېږي او وېشل کېږي. د ځېنو شمېرو له مخې لا هم د افغانستان نیمایي وګړي پېژندپاڼې نه لري. ویل کېږي چې د وګړو د شخصي اطلاعاتو ډیجیټل کېدل به د هغوی ډېرې ستونزې حل کړي، خو ددې بهیر پڅ پرمختګ او کمو امکاناتو ته په کتو ښایي دا پروګرام کلونه وخت ونیسي.