'اچین کې ملېشو د 'اسلامي دولت' له پنځو غړو سرونه غوڅ کړي'

Image caption په ننګرهار ولايت کې د اچین او کوټ ولسوالۍ له هغو سيمو کڼل کېږي چې د ''اسلامي دولت'' ډلې فعاليت په کې تر سترګو کېږي.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې چارواکي وايي د ولسي جرګې د لومړي مرستیال ظاهر قدیر ملېشو په اچین ولسوالۍ کې د هغو پنځو تنو سرونه پرې کړي چې دوی د 'اسلامي دولت' نومې ډلې (داعش) جنګیالي بولي او وايي د خپلو ملګرو د غچ اخیستنې په نیت يې دا کار کړی.

په سیمه کې عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي په اچین ولسوالۍ کې د وژل شويو کسانو سرونه پر سړک اېښودل شوي چې خلک يې وګوري.

د اچین ولسوال حاجي غالب بي بي سي ته وویل، تېره ورځ اچین کې جګړه شوې، د ''اسلامي دولت'' پنځه کسان ژوندي نیول شوي دي سرونه یې ترې غوڅ کړي او سرونه یې د سړک پر غاړه اېښودل شوي:

''پرون په اچین کې جګړه شوې، د ملېشې ځواکونو څلور کسان وژل شوي، بیا دوی د ''اسلامي دولت'' (داعش) پنځه کسان ژوندي نیولي، سرونه یې ترې غوڅ کړي او د سړک پر غاړه یې اېښي دي، دا کار ملېشو پخپل سر کړی''.

نوموړی وايي، دغو ملېشو پخپل سر هلته پاټکونه او پوستې جوړې کړې او د جګړې مساله یې نه له حکومت او نه هم له موږ سره شریکه کړې ده.

د ظاهر قدیر له سلو ډېر وسله وال سړي له څه مودې راهیسې په اچین کې له 'داعش' سره د مبارزې په پلمه مېشت دي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال عبدالظاهر قدیر وايي، پرون سهار نهه بجې د شینوارو ولسوالۍ اچین اړوند ده سرک په کلي کې د پاڅونوالو قرارګاه باندې داعش وسله والو برید وکړ. ښاغلی قدیر وایي، جګړې د سهار له نهو د غرمې تر دولسو بجو درې ساعته دوام وکړ.

Image caption ښاغلی قدیر وایي چې حکومتي ځواکونو له ولسي پاڅون کوونکو سره چې په جګړه اخته وو، هېڅ همکاري نه ده کړې.

د ده د معلوماتو له مخې جګړه کې نهه داعش وسله وال او څلور سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي دي:

''د ولسي پاڅون څلور ملګري هم په شهادت رسېدلي، او له مخې سره هغوی (داعش وسله والو) ترې سرونه پرې کړې دي. نو ته څه فکر کوې، چې له تا سر پرې کړي، ستا له بچي سر پرې کړي، ته ورته حلوا پخوې؟ په جنګ کې حلوا نه پخېږي، په جنګ کې مړي کېږي''.

ښاغلی قدیر وایي چې حکومتي ځواکونو له ولسي پاڅون کوونکو سره چې په جګړه اخته وو، هېڅ همکاري نه ده کړې.

په ختیځو ولایتونو کې د بشري حقونو د کمیسیون مشرې صبرینا حمیدي زموږ همکار سید عبدالله نظامي ته ویلي دغه ملېشه يي ځواکونه د اندېښنې وړ دي: ''هر هغه څوک چې غیر مسؤول وي له هغوی نه د مسؤولیت پوښتنه ګرانه ده او هرکار کولی شي''.

''اسلامي دولت'' نومې ډلې د ظاهر قدیر د کسانو ددغې کړنې په تړاو رسماً کوم غبرګون نه دی څرګند کړی، خو د ډېرو لپاره دا کمسارې ده چې د افغان دولت ملاتړي وسله وال دې بې له محکمې د سر پرې کولو پرېکړه کوي.

Image caption حاجي غالب وايي، دغو ملېشو پخپل سر هلته پاټکونه او پوستې جوړې کړې او د جګړې مساله یې نه له حکومت او نه هم له موږ سره شریکه کړې ده.

په ننګرهار ولايت کې د اچین او کوټ ولسوالۍ له هغو سيمو کڼل کېږي چې د ''اسلامي دولت'' ډلې فعاليت په کې تر سترګو کېږي.

له وړاندې په دغو سيمو کې طالبانو فعاليت درلود، خو د دې ډلې له راتګ سره ځينې جنګيالي ورسره يو ځای شول.

ورته مطالب