'د وګړو د احوال ثبتولو قانون له سیاسي بند نه راوباسئ'

Image caption اعتراضیانو ویل د نفوسو د احوال د ثبت قانون دې له سیاسي زندان څخه ازاد کړل شي.

نن کابل کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د ادارې له دندې ګوښه شوو کارمندانو په یوه اعتراضیه غونډه کې له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره د الکترونیکي تذکرو د ویش بهیر پیل کړي.

دوی له افغان حکومته وغوښتل چې د برېښنايي تذکرو د ویش په برخه کې دې کړې ژمنې پرځای کړي او د ولس له حقوقو سره دې سیاسي چلند نه کوي.

دغه زر تنه کارکوونکي پنځه ورځې مخکې له دندې ګوښه شول او قراردادونه يې نور تمدید نه شول. نو ځکه دوی نن په اعتراض لاس پورې کړی.

دغه اعتراض کوونکو له ډلې نه یو تن ولي خان کارند په پرېکړه لیک کې وویل چې د الکترونیکي تذکرو وېشل کولای شي زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او نه پیل به يې ناوړه پایلې ولري:

''د هېواد په دې کړکېچنو حالاتو کې د سلګونو لوستو ځوانانو‎ بې کاره کېدل د دې باعث کېږي چې ځوانان د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره ناقانونه کډوالۍ ته مخه کړي چې دا کار به له هېواده د استعدادونو د وتلو باعث شي، که حکومت د ولس غوښتنو ته پام ونه کړي، موږ به خپلو مدني اعتراضونو ته ادامه ورکړو ''.

اعتراض کوونکو په خپلو شعارونو کې ویل چې خلکو ته کار پیدا کول د دولت مسؤلیت دی او که له کاره لري کول.

Image caption دوی ویل چې حکومت کولای شي د مقولو پرېکړو په کولو سره راپورته شوې ستونزې په فرصتونو بدلې کړي.

دوی د ملي د یووالي د حکومت له مشرانو وغوښتل چي ملي ګټې د شخصې ګټو قرباني نه کړي.

د میوند شینواري په نامه یوه اعراض کوونکي وویل چې ''دولت شاوخوا زر تنه د همدې کار لپاره وروزل، د دوی ظرفیت یې ور لوړ کړ. اوس یې بېرته له دندې ګوښه کړل، بیا که بل وخت دا پروسه پیلېږي، ډېری دغه کارکوونکي به یا له هېواده وتلي وي او یا به هم بل ځای وظیفه لري او دولت مجبور دی چې نويو خلکو ته په دې برخه کې زده کړه ورکړي''.

دوی په خپل پرېکړه لیک کې وویل چې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش د افغان دولت له مهمو اړتیاوو څخه دی، ځکه دا بهیر کولای شي دولت په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې ټیکاو راولي.

د دغه بهیر پیلول د هغه هوکړه لیک اساسي برخه ده چې له مخې يې د ملي یووالي حکومت رامنځ ته شوی دی.

دوی ویل چې حکومت کولای شي د مقولو پرېکړو په کولو سره راپورته شوې ستونزې په فرصتونو بدلې کړي.

Image caption اعتراض کوونکو په خپلو شعارونو کې ویل چې خلکو ته کار پیدا کول د دولت مسؤلیت دی او که له کاره لري کول.

اعتراضیانو ویل د نفوسو د احوال د ثبت قانون دې له سیاسي زندان څخه ازاد کړل شي.