ظاهر قدیر: خپلو کسانو ته مې ننګرهار کې د ناپیژاندو چورلکو غورځولو امر کړی

Image caption تراوسه افغان حکومت د ظاهر قدیر د څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دي ښوولی

د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي، خپلو کسانو ته يي امر کړی چې ننګرهار ولایت کې نا پېژاندې چورلکې را وغورځوي.

حاجي ظاهر قدیر چې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې يې خبرې کولې یو ځل بیا يې په دولت کې یو شمېر کړۍ د ' اسلامي دولت یا داعش' ډلې سره په همکارۍ تورنې کړې.

مخکې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي ویلي و، حکومت د چورلکو په وسیلې د اورپکو لیږلو په اړه څېړنه کوي.

تراوسه افغان حکومت د ظاهر قدیر د څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښوولی.

احمدشاه انګار له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال دریځ د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د 'اسلامي دولت یا داعش' د فعالیتونو په اړه ورځ تر بلې تریخیږي.

Image caption پرون د ظاهر قدیر اړوندو وسله والو چې د ولسي پاڅونکونو په نوم د ننګرهار په اچین ولسوالي کې ځای پر ځای دي، د داعش له څلورو وسله والو سرونه پرې کړل

ظاهر قدیر ادعا کوي، هر کله چې په ننګرهار ولایت کي د طالبانو او 'اسلامي دولت' ډلې ترمنځ جکړه وي، جنګي الوتکې پر طالبانو بمباري کوي، خو وايي پر 'اسلامي دولت' ډلې بمباري نه کوي. نوموړي د ننګرهار ولایت د پاسه د نا پيژاندو چورلکو د الوتنو په هکله هم شکایت وکړ.

مخکې له دې هم د افغانستان د ولسي جرګې مرستیال یو شمېر دولتي چارواکي له د اعش ډلي سره په همکارۍ تورن کړې وو. هغه نن ( دوشنبه ۲۸ دسمبر ) د دغې جرګې په عمومي غونډه کې یو لیک ولوست چې ده د دغې ادعا ثبوت باله.

خو د جرګې یوه غړي هم له ښاغلي قدیر نه دا پوښتنه و نه کړه، چې ایا دغه مکتوب کولای شي د ده د ادعا لپاره سند واوسي، یا هم د هغو کسانو نه چې دلته يې یادونه شوې، د داعش د اورپکو تر منځ د دولت نفوذي کسان دي؟

له دې مخکې پرون د ظاهر قدیر اړوندو وسله والو چې د ولسي پاڅون کونو په نوم د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ځای پر ځای دي، د داعش له څلورو وسله والو سرونه پرې کړل او د خلکو د لیدو لپاره یې پر لویه لار ایښي وو.

د ښاغلی قدیر په وینا د لښکر اسلام نومي تحریک ځواکونه د ننګرهار ولایت ځینو سیمو ته د داعش د اورپکو په لیږد کې لاس لري.

د لښکر اسلام تحریک ځواکونه د پاکستان د دولت له مخالفو ځواکونو څخه دي.