افغان کاروباري امريکايانو ته په بډو ورکولو تورن شو

د انځور حقوق Getty
Image caption څارنوالان وايي دغه بډې هغه مهال دغو امريکايي سرتېرو ته ورکړای شوې، چې په ۲۰۰۹ کال کې افغانستان ته واستول شول

امريکايي څارنوالانو د هغه افغان کاروباري پر وړاندې تورونه ثبت کړي، چې د څو ميليون ډالري قراردادونو ترلاسه کولو لپاره يې امريکايي سرتېرو ته بډې ورکړې دي.

د امريکا د پلټنو فدرالي ادارې ادعا کړې چې ګواکې حکمت الله ښادمن لږترلږه دوو امريکايي سرتېرو ته د ډالرو د سلګون بنډلونه د درنو وسايلو او د اکمالاتو قراردادونو د خپلولو لپاره ورکړي دي.

څارنوالان وايي دغه بډې هغه مهال دغو امريکايي سرتېرو ته ورکړای شوې، چې په ۲۰۰۹ کال کې افغانستان ته واستول شول.

ښاغلي ښادمن تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او د هغه د ځای ځايګي په اړه هم معلومات نه شته.

د امريکا عدلي او قضايي ادارو لا له وړاندې هغه ۶۳ ميليونه ډالره چې په بانک کې وو او د حکمت الله ښادمن له لوري کنټرولېده کنګل کړي دي.

ښاغلی ښادمن د يوې لوژيستيکي او يوې ودانيزې کمپنۍ مالک دی.

دا د خپل ډول لومړنۍ قضيه ده چې د يوه افغان قراردادي پانګه کنګل کېږي.

د حکمت الله ښادمن د بډو ورکولو په تړاو دوسيه د ډسمبر پر ۲۳مه د شمالي کارولينا په يوه فدرالي محکمه کې ثبت شوه.

دواړو امريکايي سرتېرو رابرټ ګرين او ډېوېد کلین چې په بډو اخيستو تورن شوي پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د ښاغلي ښادمن په اړه شوي شکايت کې ويل شوي چې رابرټ ګرين شاوخوا ۳۰۰۰۰ ډالر او کلین ۵۰۰۰۰ ډالر ترلاسه کړي دي.

ښاغلی ګرين د بډو اخيستو په تور په سپټمبر مياشت کې په ۱۰ مياشتو بند محکوم شو او ډېوېډ کلين به راتلونکې مياشت کې محکوم شي.

ورته مطالب