غزني کې ترافیکې پېښې پنځه کسان وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption د یوې مخکینۍ سروې له مخې، په افغانستان کې په هرو سلو زرو وګړو کې ۳۹ تنه په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د افغانستان مرکزي غزني ولایت اب بند ولسوالۍ کې یو مسافر وړونکی موټر له یوه ټېلر سره ټکری شوی، چې لږترلږه پنځه کسان پکې وژل شوي. ۲۷ نور ټپیان دي.

په وژل شویو کې دوې مېرمنې هم دي.

د غزني د ترافیکو مدیر محمد الله احمدي وايي، ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکی موټر د پنجشنبې په ورځ ګهیځ شاوخوا شپږ بجې د آب بند ولسوالۍ آهن پله ته څېرمه له یوه ټېلر سره ټکر شوی دی.

نوموړی وايي، په ټېلر کې روغنیات بار وو.

د ټکر له کبله دواړو موټرو اور اخیستی دی.

په ټپیانو کې یوه مېرمن او څلور ماشومان هم دي.

تېره ورځ (چارشنبې) د غزني روضې کوتل کې هم یو ۳۰۴ موټر او ټېلر ټکر شوي وو چې درې کسان پکې وژل شوي وو او ۲۳ نور ټپیان وو.

د ختمېدونکي ۲۰۱۵ کال د جولای پر ۳۰مه هم د غزني ښار ته څېرمه غازي کلا سیمه کې د ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکي موټر او سراچې د ټکر له کبله د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون لږترلږه نهه کسان وژل شوي وو.

د کابل کندهار لویې لارې په اوږدو کې اکثر خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته کېږي، چې له کبله یې د سر دروند زیان اوړي.

افغانستان په نړۍ کې پنځه هغه هېواد دی چې د ترافیکي پېښو له امله په کې ډېر کسان وژل کېږي.

د یوې مخکینۍ سروې له مخې، په افغانستان کې په هرو سلو زرو وګړو کې ۳۹ تنه په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ۲۰۱۰ کال د یوې شمېرې له مخې، په یاد کال کې افغانستان کې د ترافیکي پېښو د قربانیانو شمېره د ځانمرګو بریدونو د قربانیانو تر شمېرې ډېره شوې وه.‌

ورته مطالب