اسلام اباد: هره ورځ ٥٠ زره کسان دافغانستان-پاکستان په پوله تگ راتگ کوي

Image caption هره ورځ زرگونه کسان د تورخم په لار د افغانستان او پاکستان ترمنځ تگ راتگ کوي.

پاکستان وايي هر ورځ د ډيورنډ په کرښه د ٤٠ زور او ٥٠ زرو ترمننځ کسان د افغانستان او پاکستان ترمنځ تگ راتگ کوي .

د پاکستان د مشرانو جرگې کې د پوځي تجهيزاتو د چارو جرگگۍ مشر ، متقاعد جنرال عبدالقيوم، بي بي سي ته ويلي دي چې داکسان له ويزو پرته سفرکوي.

ده وويل چې افغانستان د پولې ساتلو لپاره يواځې ٦٠ پوستې جوړې کړې دي حال دا چې پاکستان ٦٥٠ سرحدي پوستې لري.

ده وويل چې د دريوو لويو لارو پرته داسې نورې گڼې لارې شته چې خلک يې د تگ راتگ لپاره کاروي.

د ه وويل چې د پاکستان د پوځ لوى درستيز کابل ته خپل وروستي سفر کې د سرحدي چاروپه تنظيمولو هم خبرې کړې دي

ده وويل چې د ا پوله دومره ستونزمنه ده که د خلکو د تگ راتگ مخنيوي لپاره ان د اغزن تار پرېکړه هم وشي نو ځينو ځايونو کې به يې لگول اسان نه وي.

د انځور حقوق AFP Getty
Image caption پاکستان وايي چې د دواړو هېوادو ترمنځ پوله دومره ستونزمنه ده که د خلکو د تگ راتگ مخنيوي لپاره ان د اغزن تار پرېکړه هم وشي نو ځينو ځايونو کې به يې لگول اسان نه وي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې ده وويل چې پاکستان د پولې د څارنې په لړ کې الوتکې هم کاروي، خو دوسايلو د کمي په وجه دا کار هم ستونزمن دى ، او بله دا چې پاکستان د هر راتلونکى تن مخنيوى نه شي کولى.

ده ادعا وکړه چې د پاکستان پولې سره د افغانستان په څو ولايتونو د کابل حکومت کنترول نلري، په ظاهره دده اشاره دې ته وه چې همدا وجه ده لوى شمېر کې خلک د هر ډول څارنې پرته په دې کرښه تگ راتگ کوي. افغان حکومت دې ادعا ته غبرگون نه دى ښودلى.

Image caption پاکستان وايي چې زرگونه کسان له ويزو پرته تگ راتگ کوي.

د پاکستان حکومت د ډيورنډ په کرښه د تگ راتگ کوونکو د شمېر په اړه دا نوې شمېرې په داسې وخت کې اعلان کړې دي ده چې د دسمبر په يو دېرشمه نېټه په پاکستان کې د راجستر شوو افغان کډوالو د اوسېدو نېټې بسشپړېدو وروسته د پاکستان د ايالتونو او سرحدي چارو وزارت د بېلابېلو ايالتونو له چارواکو غوښتي چې ترڅو حکومت په دې لړ کې پرېکړه کوي بايد افغان کډوالو ته ستونزې پيدا نه کړي، په اسلام اباد کې دافغانستان سفير هيله ښودلې ده چې د کړې موافقې پربنسټ به اسلام اباد دوو نورو کالونو لپاره د افغان کډوالو موده وغزوي.

د شمېرو ترمخه پاکستان کې درې ميلونه کډوال مېشت دي چې يو نيم ميلون يې د پاکستان حکومت سره راجستر دي.