افغان ځواکونو لسګونه کسان د طالبانو له بنده آزاد کړي

د انځور حقوق AP
Image caption د ځانګړو ځواکونو دغه عملیات تېره شپه (مرغومي ۱۱مه)د هلمند په نهر سراج او ګرشک ولسوالیو کې ترسره شوې دې

د افغانستان دفاع وزارت وایي، ځانګړو ځواکونو په سوېلي ولایت هلمند کې دعملیاتو په ترڅ کې ۵۹ کسان د طالبانو له بنده آزاد کړي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په کابل کې خبري ناستې ته وویل چې په ازادو شویو کسانو کې د ملي اردو سرتیري، پولیس او ولسي وګړي شامل دي. خوشي شوي ټول د شورابک پوځي هډې ته وړل شوي.

"په دې کې ۵۹ تنه زندانیان وو چې له نیم ساعت پوځي عملیاتو وروسته ازاد شول. په دوی کې ۳۷ تنه د ملي اردو سرتیري دي، ۷ تنه يې پولیس او پاتې نور یې ولسي وګړي دي. دوی اوس ۲۱۵ میوند قل اردو ته وړل شوي دي چې د ناروغانو یې درملنه وشي."

له کابله حفیظ الله معروف په خپل رپوټ کې کاږي چې د ځانګړو ځواکونو دغه عملیات تېره شپه (مرغومي ۱۱مه) د هلمند په نهر سراج او ګرشک ولسوالیو کې ترسره شوي.

دغه ازاد شوي کسان د هلمند په هغو سیمو کې ساتل کیدل چې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي.

لا مالومه نه ده چې دوی څه وخت او له کومه ځایه تښتول شوي وو، خو چارواکي وایي چې له ډېر وخت راهیسې په بند کې وو.

د انځور حقوق bbc
Image caption دغه ازاد شوي کسان د هلمند په هغو سیمو کې ساتل کیدل چې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي.

یوې امنیتي سرچیني ویلي چې خوشي شوي سرتېري له تېرو دوو کلونو راهیسې طالبانو سره وو.

ځېنې راپورونه وایي، ښایي کوم ملکي کسان چې په دغو عملیاتو کې خوشي شوي هغه مسافران وي چې طالبانو د کابل-هرات پر لویه لاره تښتولي وو.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي، ددې کسانو د ساتلو ځای د استخباراتي معلوماتو له مخې تشخیص شو او وروسته د هغوی د خلاصون لپاره عملیات وشول.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

تردې وړاندې هم د افغانستان د ملی اردو ځواکونو د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې ۶۰ کسان د طالبانو له بنده آزاد کړي وو چې د یوه امنیتي چارواکي په وینا هغوی هم د اردو او پولیسو سرتېري وو.

ورته مطالب