د کابل هوايي ډګر سره نژدې چاودنې ۱۹ کسان ټپيان کړي

د انځور حقوق EPA

افغان چارواکي وايي د کابل هوايي ډګر ته نژدې د يوه موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان ټپیان شوي دي.

د افغانستان د روغتيا وزارت وياند اسماعيل کاوسي بي بي سي ته ويلي، "۱۹ کسان د روغتيا وزارت اړوند روغتونونو ته لېږدول شوي دي"

"دی وايي په ټپيانو کې درې ماشومان، څلور ښځې او ۱۲ سړي شامل دي".

ايټاليايي روغتون هم په ټوېټر پاڼه ليکلي چې "د کابل دواړو بريدونو یو شمېر ټپيان زموږ د جراحۍ مرکز ته راوړل شوي دي."

د کابل د پوليسو ویاند بصير مجاهد وايي، چاودنه له هوايي ډګر سره نژدې شوې او د پېښې پخلی يې کړی دی.

نوموړی زياتوي پوليس د چاودنې ځای ته رسېدلي.

په رسنيو خپاره شوي تصويرونه د پېښې په ځای کې دود او ګرد ښکاره کوي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې چاودنه له هوايي ډګر سره نژدې کوم ځای کې شوې، خو عيني شاهدان وايي د چاودنې غږ د کابل په ختيځه دروازه کې اورېدل شوی.

څو ساعتونه وړاندې يوه ځان وژونکي د کابل هوايي ډګر سره نژدې چاودنه کړې وه چې کومه مرګ ژوبله يې نه لرله.

د کابل پوليسو ويلي وو، بريد کوونکی تر دې وړاندې چې هدف ته ورسي د پوليسو له خوا و پېژندل شو او چاودنه يې وکړه.