درزاب ولسوالۍ کې د نجونو ځانوژنه ډېره شوې

Image caption د درزاب ولسوال وایي، د ولور او واده لوړ لګښت د ځوانانو د واده پروړاندې خنډ ګرځي او دا دوی ته د ناهیلۍ او د ځانوژنې هڅې لاره برابروي.

د افغانستان شمالي ولایت جوزجان کې یوه سیمه ییز چارواکي تایید کړې، ددې ولایت په یوه سیمه کې د ۱۳۹۴لمریز کال په اوږدو کې له ۲۰ ډېرو نجونو د ځانوژنې هڅه کړې.

د درزاب ولسوال رحمت الله حشر بي بي سي ته وویل، له دې ډلې ۶ تنه مړې شوې دي.

د حشر په خبره، کورنی تاوتریخوالی او د ولور ډیرېدل ددغو نجونو د ځان وژني اصلي لاملونه بلل کېږي.

د افغانستان په لرو پرتو ولایتونو کی له ښځو او انجونو سره زورزیاتی نوې خبره نه ده، خو ښاغلی حشر په دې ولسوالۍ کې د ځانوژنې لوړه کچه د اندېښنې وړ بولي.

حشر وویل، یواځې په تېرې یوې میاشتې کې اتو نجونو او دوو هلکانو د ځانوژنې ناکامې هڅې کړې دي.

ښاغلی حشر وایي، د ولور او واده لوړ لګښت د ځوانانو د واده پروړاندې خنډ ګرځي او دا دوی ته د ناهیلۍ او د ځانوژنې هڅې لاره برابروي.

"د ځوانانو غوښتونو ته مور او پلار مثبت ځواب نه وايي. خپلې غوښتني پرې پلی کوي. که نجلۍ هلک خوښوي یا هم هلک انجلۍ خوښوي پر دوی باندي یو لړ محدودیتونه شته."

Image caption د جوزجان د ښځو چارو ریاست دا نه مني چې درزاب کې دې د نجونو ځانوژنه ډېره شوې وي، خو ولسوال وایي، دا چې ناامني ده او چارواکي دومره دې ولسوالۍ ته سفر نه کوي، نو ځکه له وضعیته خبر نه دي.

د درزاب ولسوالۍ یوې اوسېدونکې پیغلې فوزیي بي بي سي سره خبرو کې وویل، د واده لوړ لګښت او ناسم دودونو د هغې ژوند ډېر ګران کړی دی.

فوزیې د خپل پلار په خوښه یوه اونۍ وړاندې له یوه هلک سره واده کړی، خو سره له دې چې دا له خپل مېړه سره خوښه دي، پلار یې ترې د جلا کېدو غوښتنه لري.

"پلار مې وسلې سره زما د مېړه کور ته راغی، ټوله شتمني یې له ځان سره یوړه. پلار مې ادعا لري چې مېړه مې زه په زور بېولې یم، زه بیا وایم چې محمد یوسف خان سره راضي یم. مینه ورسره لرم. ټول شیان مې د پلار کور کې پاتې دي. له حکومته غواړم زما او زما د مېړه مالونه مې له پلاره بېرته واخلي."

درزاب ولسوالۍ روغتیايي مرکز کې یوه ډاکټر محمد شفیع هم بي بي سي ته وویل چې په دې وروستیو دوو میاشتو کی د نجونو له خوا د ځان وژني هڅې ډېرې شوې دي. ښاغلي شفیع وایي، کومې نجونې چې ژوندي پاتې دي اوس له بد روغتیایي وضعیته کړېږي.

خو د جوزجان د ښځو چارو ریاست دا نه مني چې درزاب کې دې د نجونو د ځانوژنې د هڅې پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوې وي.

خو ولسوال وایي، دا چې ناامني ډېره شوې او د ولایت له مرکز نه چارواکي دومره دې ولسوالۍ ته سفر نه کوي، نو ځکه له وضعیته خبر نه دي.

ښاغلی حشر وړاندیز کوي چې دولت، مدني ټولنې او سیمه ییز مشران باید د انجونو د ځانوژنې مخنیوي لپاره ګام پورته کړي او د عامه پوهاوی پروګرامونه دې د خلکو او کورنیو ته ډېر کړي.

حشر وویل، په دې برخه کې یې ځېنې پروګرامونه په پام کې نیولي، خو د جدي ګامونو له پورته کېدو پرته به ددې ستونزي حل اسانه نه وي.