کابل کې د تېرې شپې چاودنې ۲ کسان وژلي ۳۶ ټپیان کړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption افغان چارواکو ویلي چې ځانمرګي موټر بمب برید ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقي وایي، کابل کې د تېر ماښام (مرغومی ۱۴مه) د تلفاتو شمېره لوړه شوې، دوه کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي صدیقي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چاودنه ځانمرګی موټربم برید وو چې د کابل هوایي ډګر ته څېرمه رامنځته شوې ده. چارواکو ویلي چې ددې پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

تېر ماښام د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وياند اسماعيل کاوسي بي بي سي ته ويلي وو چې په دې چاودنه کې "۱۹ کسان د روغتيا وزارت اړوند روغتونونو ته لېږدول شوي دي. په ټپيانو کې درې ماشومان، څلور ښځې او ۱۲ سړي شامل دي".

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ټولنیزو شبکو ځېنو کاروونکو چې د چاودنې سیمې ته نږدې ژوند کوي، لیکلي، چاودنه دومره زوروره وه چې د ودانیو ښیښې یې په ۶۰۰ مترۍ کې ماتې کړې دي.

کابل کې ايټاليايي روغتون ایمرجنسي هم په ټوېټر پاڼه ليکلي چې "د کابل دواړو بريدونو یو شمېر ټپيان زموږ د جراحۍ مرکز ته راوړل شوي دي."

په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي، چاودنه د کابل هوایي ډګر په ختیځې دروازې کې د هواپېژندنې ادارې ودانۍ ته نژدې شوې.

د ټولنیزو شبکو ځېنو کاروونکو چې د چاودنې سیمې ته نږدې ژوند کوي، لیکلي، چاودنه دومره زوروره وه چې د ودانیو شیشې یې په ۶۰۰ مترۍ کې ماتې کړې دي.

طالبانو ددې چاودنې مسوولیت منلی دی. د طالبانو ویاند ویلي چې په دې برید کې بهرني سرتېري وژل شوي دي، خو رسمي سرچینې دا ادعا نه تاییدوي.

تردې برید ساعت وړاندې یوه بل ځانمرګي بریدګر هم د کابل هوایي ډګر ته څېرمه ځان الوځولی وو. د کابل پولیسو وویل، بریدګر د پولیسو له خوا پېژندل شوی وو، او وړاندې له دې چې هدف ته ورسېږي، ځان ته یې چاودنه ورکړه.

دا په یوه ورځ کې کابل هوایي ډګر ته څېرمه دویم برید دی.

ورته مطالب