د سمنګانو سولې شورا رییس په ډزو وژل شوی

د انځور حقوق f

سمنګانو کې سیمه ییز چارواکي وایي، تېره شپه ناپېژانده وسله والو ددې ولایت د سولې ولایتي شورا مشر قاري سیف الدین سعادت په مرکز ایبک ښار کې په ډزو وژلی دی.

د سمنګانو د والي ویاند صدیق عزیزي بي بي سي ته وویل، ښاغلی سعادت د ماښام لمانځه تر ادا کولو وروسته د خپل کور پر لور روان وو چې وسله والو په نښه کړ.

ښاغلي عزیزي وویل، پولیس توانېدلي یو وسله وال د پېښې په سیمه کې ونیسي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري ناسته کې وویل، د سمنګانو پولیس توانېدلي د سولې ولایتي دفتر د رییس قاتل ونیسي.

صدیقي وویل، له نیول شوي کس څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي او کله یې چې دوسیه بشپړه شي، د افغانستان عدلي ادارو ته به وسپارل شي.

قاري سیف الدین سعادت نږدې یوه میاشت وړاندې د سمنګانو د سولې ولایتي دفتر د مشر په توګه ټاکل شوی وو.

تراوسه ددې برید مسوولیت چا نه دی منلی.