یوسف نورستاني د غوراوي کمېټې کار ناقانونه وباله

د انځور حقوق AFP
Image caption په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې کړکېچ ددې لامل شو چې محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د ملي یووالي حکومت مشران سره د ټاکنیزو نظام د اصلاح هوکړه وکړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني وایي، د ولسمشر محمد اشرف غني د وروستي فرمان له مخې د جوړې شوې غوراوي کمېټې کار ناقانونه دی.

نورستاني وویل، د ټاکنو اوسنی کمیسیون د قانون له مخې فعالیت کوي او د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون او غوراوي کمېټه د سیاسي تفاهم له مخې جوړې شوې دي.

د هغه په وینا، د افغانستان د ولسي جرګې لخوا د ټاکنو قانون د تعدیل لپاره د ولسمشر فرمان ردېدو سره، نور د ټاکنیزو اصلاحاتو او غوراوي کمېټې کار قانوني نه دی.

د افغانستان ولسي جرګې څو ورځې وړاندې د ټاکنو قانون د تعدیل لپاره د ښاغلي غني تقنیني فرمان رد کړ.

د جرګې د غړو استدلال دا وو چې د اساسي قانون له مخې جرګه حق نه لري سږکال د ټاکنو قانون کې تعدیل راولي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د چارو ادارې وړاندې ویلي وو چې د ټاکنو کمیسیون د غړو غوراوي لپاره د غوراوي کمېټې خپله لومړنۍ غونډه د تېرې پنجشنبې په ورځ (مرغومي ۱۰مه) په دې ادارې کې ترسره کړه.

د انځور حقوق aop
Image caption افغانستان کې د راتلونکو ټاکنو د ستونزو د حل لپاره د غوراوي کمېټې کار پیل کړی او په پام کې لري د ټاکنو کمیسیون غړیتوب ته د لېوالو کسانو له ډلې ۲۷ کسان بېل کړي او نومونه یې ولسمشر ته د وروستۍ پرېکړې لپاره واستوي. ولسمشر به ترې ۹ کسان غوره کړي.

د غوراوي کمېټې د کار پیل د ملي یووالي حکومت هوکړې یوه برخه ده او د افغانستان د ټاکنیزو نظام د اصلاح دویم ګام دی چې د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون تر کار وروسته پورته کېږي.

په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې کړکېچ ددې لامل شو چې محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د ملي یووالي حکومت مشران سره د ټاکنیزو نظام د اصلاح هوکړه وکړي.

افغانستان کې د راتلونکو ټاکنو د ستونزو د حل لپاره د غوراوي کمېټې کار پیل کړی او په پام کې لري د ټاکنو کمیسیون غړیتوب ته د لېوالو کسانو له ډلې ۲۷ کسان بېل کړي او نومونه یې ولسمشر ته د وروستۍ پرېکړې لپاره واستوي. ولسمشر به ترې ۹ کسان غوره کړي.

د انځور حقوق Getty

په ټاکنیز نظام کې اصلاحاتو راوستو کې ځنډ ددې لامل شو چې په افغانستان کې د ملي شورا ټاکنې سږکال پسرلي کې ترسره نشي، خو ښاغلي غني څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې دا ټاکنې به په ۱۳۹۵ کال کې د پسرلي او مني ترمنځ ترسره شي.

ښاغلي نورستاني نن وویل، دا کمیسیون د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ترسره کولو لپاره چمتووالی لري او راتلونکې اونۍ کې به د راتلونکو ټاکنو تقویم اعلان کړی. هغه وویل، ددې کمیسیون د وړاندوینې له مخې افغانستان کې د راتلونکي کال پر ټاکنو شاوخوا ۶۳ میلیونه ډالر لګښت راځي.

ښاغلي نورستاني د رای ورکوونکو د کره شمېرې نشتوالی یو له ستونزو وباله او ویې ویل چې په ټاکنو کې د درغلۍ د مخنیوي لپاره اړتیا ده د ټولو رای ورکوونکو نوملړ جوړ شي او یا هم دولت ټولو خلکو ته الکترونیکي پېژندپاڼې ووېشي.

ورته مطالب