د لوړو زده کړو تقنیني فرمان: کابل کې بیا د پوهنتون د استادانو اعتراض

د انځور حقوق
Image caption د ولسمشر د فرمان له مخې کوم استاد چې په شپږو کلونو کي يي هېڅ عملي اثر نه وي لیکلی او ترفع يې نه وي کړې، له استادۍ ګوښه کېږي.

له څو اونیو کاري اعتصاب وروسته نن بیا د دولتي پوهنتونو استادانو د لوړو زده کړو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان پر خلاف خپل اعتراض څرګند کړ.

دغه استادان ولسمشر محمد اشرف غني دغه فرمان د اساسي قانون خلاف بولی او وایي چې په عملې کېدو سره به د لوړو زده کړو بهیر په ټپه دریږي .

د ښاغلي غني د فرمان له مخې تر دې وروسته لسانس کسان نشي کولی په پوهنتون کې د استاد به توګه وګومارل شي او د پوهنتون د استادانو د تقاعد عمر هم ۶۵ کاله ټاکل شوی دی.

ددې ترڅنګ کوم استاد چې په شپږو کلونو کي يي هېڅ عملي اثر نه وي لیکلی او ترفع يې نه وي کړې، له استادۍ ګوښه کېږي.

په نوره نړۍ کې د پوهنتون د استادۍ شرایط تردې هم سخت دي. یو یې د پوهنتون د استادۍ لپاره د دوکتورا درلودل دي.

خو د افغانستان د پوهنتونونو استادان له دې شرطونو سره مخالفت لري. د معترضو استادانو ډېره برخه د پاخه عمر لرونکي کسان دي.

یو له دې غزیز احمد رهمند دی چې وایي، د نوي فرمان مادې د افغانستان د ملي ګټلو خلاف دي.

Image caption معترض استادان وایي لسانس دې د پوهنتون استادۍ حق ولري، د تقاعد عمر دې ۷۰ کاله شي او هغه استادان دې نه لرې کېږي چې ۶ کلونو کې یې ترفېع نه ده کړې، نه دا چې نه دې ګوښه کېږي، بلکې ودې روزل شي.

رهمند وایي، ددوی غوښتنه دا ده، ترڅو چې د افغانستان پوهنتونونه دا وړتیا پیدا کوي چې خلک د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه وروزي او یا هم بهر کې ورته د ماسټرۍ او دوکتورا زمینه برابره شي، باید لسانس د استاد په توګه وګومارل شي.

د رهمند په خبره، اوس د پوهنځیو رییسان او مرستیالان د حکومت لخوا انتصابیږي، "زموږ غوښتنه دا ده چې دا هم باید انتخابي شي."

د معترضو استادانو بله غوښتنه دا ده چې د تقاعد عمر دې ۷۰ کاله وي.

د افغانستان د نورو دولتي مامورینو لپاره د تقاعد عمر ۶۵ کاله ټاکل شوی دی، خو د پوهنتون دغه استاد د ځان لپاره په قانون کې استثنا غواړي.

بله غوښتنه یې دا ده، هغو استادانو چې په تېرو شپږو کلونو کې ترفېع نه ده کړې باید پر خپلو دندو پاتې شي او د روزنې چانس دې ورکړل شي.

څه موده وړاندې هم د یو شمېر دولتي پوهنتونو استادانو پر همدې موضوع د اعتراض په توګه له تدریس او له محصلینو د ازموینو له اخیستو ډډه کړې وه.

د ولسمشر په فرمان کې دا هم ویل شوي، علمي کادرونه ترڅو چې د پوهندوی رتبي ته نه وي رسېدلي حق نه لري د علمي کادر په ساتلو سره په بل دولتي ارګان کې کار وکړي. معترض استادان دا هم ددوی د امتیازاتو کمولو پلمه بولي.