په افغانستان کې د طالبانو جګړې ولې زور اخيستی؟

افغان حکومت او د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه له تېرو څوارلسو کلونو راهيسي په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جنګېږي.

خو د زرګونو وسله والو د وژلو سره سره طالبان بيا هم توانېدلي چې يو شمېر سيمې ونيسي.

د طالبانو پراخېدونکی جنګ او د بريدونو ډېروالی درې لوی سببونه لري.

لومړی: د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموريت له ختمېدو او له هېواد څخه د زياترو بهرنيو ځواکونو له وتلو سره د طالبانو لپاره خطر لږ شوـ ځکه پر دوی نور د پخوا غوندې ډېري چاپې او بمبارۍ نه وې.

طالبان له دې کبله هم زړور شول چې د سوريې، عراق او اوکراين په څېر، د نړۍ په نورو برخو کې د راروانو کړکېچونو له کبله پر افغانستان د نړيوالې ټولنې پام لږ شو او توجه يې نورو بحرانونو ته واوښته.

د دې تر څنګ، چې څرنګه طالبانو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې يو شمېر پوځي مرکزونه، پوستې او د ولسوالۍ مرکزونه ونيول نو ډېري وسلې هم په لاس ورغلې چې له افغان ځواکونو سره په وجنګېږي. طالبانو په لسګونو زغره وال ګاډي او د پوليسو موټرونه هم ونيول چې اوس يې تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې چلوي.

دوهم: د ۲۰۱۴ کال د جون په مياشت کې د شمالي وزیرستان په قبايلي سيمه کې د "ضرب عضب" په نامه د پاکستاني پوځ د عملياتو له کبله په زرګونو اورپکي بېځايه شول- دا وسله وال، چې زياتره يې ازبکان، عرب او پاکستانيان وه، افغانستان ته واوښتل او هلته يې د افغان طالبانو ليکې پیاوړې کړې.

رپورټونه وايي چې خپله افغان طالبانو هم له پاکستان څخه خپل نور جنګيالي داخل ته وليږل چې جنګ پراخ کړي.

د جګړې د زور اخيستو درېيم لوی سبب دا دی چې که څه هم افغان ځواکونه د زياترو بهرنيو پوځيانو د وتلو سره سره بيا هم ښه وجنګېدل- خو دوی ځينې وړتياوې او اکمالات نه لري. په ځانګړي ډول يو پياوړی هوايي ځواک او استخباراتي او کشفي وسايل.

له بلې خوا په کابل کې په مرکزي حکومت کې دننه جنجالونو او تربګنيو او په حکومتي اداره کې پر بېلو کچو نيمګړتياوو هم طالبانو ته ګټه رسولې او په حکومت کې دا ډول کمزورۍ د خپلې پیاوړتيا لپاره کاروي.

د انځور حقوق AP

بهرني اورپکي

په افغانستان کې د زرګونو بهرنيو وسله والو شته والي حالت نور هم پېچلي کړی دی.

د افغان چاواکو په وينا، په نوموړي هېواد کې تر اوو زرو ډېر بهرني اورپکي شته ـ د منځني ختيځ، د مرکزي اسيا د هېوادونو او پاکستاني اورپکو افغان طالبانو ته اوږه ورکړې او په جګړه کې مرسته ورسره کوي.

دا مهال په افغانستان کې تر لسو ډېرې اورپکې ډلې جنګېږي چې بېل هدفونه او مرامونه لري. که څه هم يو څو ډلو د افغان طالبانو مشرتوب او برلاسي رد کړې خو زياتره يې مخامخ يا په غير مستقيمه توګه د پيسو او/يا سړو له لارې د طالبانو ملاتړ کوي.

د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې راټوکېدو په افغانستان کې طالبان او القاعده تر بل هر وخت نور هم سره نژدې کړل ځکه نوموړې ډلې د دغو دواړو مشروعيت رد کړی دی.

که څه هم د طالبانو او القاعده لومړيتوبونه او تګلارې جلا دي، دغه دوې ډلې اوس په افغانستان کې همکاري سره کوي. خو "اسلامي دولت" (داعش) ډله بيا د دوی دواړو د کمزورېدو هڅه کوي.

د القاعده شبکې مشر، ايمن الظواهري، د ۲۰۱۵ ګال د اګست په مياشت کې د طالبانو له نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره خپل بيعت او ملاتړ اعلان کړی او له نورو ټولو جهادی ډلو څخه يې وغوښتل چې همداسې وکړي.

په افغانستان کې جنګېدونکې ډلې

  • افغان طالبان، چې اوس يې مشر ملا اخترمحمد منصور دی.
  • د طالبانو جلا شوې ډله، چې سرپرست مشر يې ملا محمد رسول دی.
  • حزب اسلامي، چې مشري يې ګلبدين حکمتيار کوي.
  • د پاکستاني طالبانو تحريک (TTP).
  • اسلامي دولت (داعش).
  • القاعده، چې د افغان طالبانو ملاتړ کوي او له ملا اختر منصور سره يې خپل بيعت نوی کړی.
  • لشکرطيبه (LeT)، چې يوه پاکستانۍ اورپکې ډله ده او په دوديزه توګه هندوستان په نښه کوي.
  • لشکر جهنګوي (LeJ)، چې پاکستانۍ فرقه ييزه اورپکې ډله ده او د شيعه ګانو ضد ده.
  • د ازبکستان اسلامي غورځنګ (IMU)، چې د ۲۰۱۵ اګست په مياشت کې يې له اسلامي دولت ډلې سره خپل بيعت اعلان کړی.
  • اسلامي جهاد اتحاد (IJU)، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ (IMU) جلا شوې ډله چې اوس د افغان طالبانو ملګرې ده.
  • د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM)، د چين د ايغور مسلمانانو بېلتون پاله ډله.

په افغانستان کې د "اسلامي دولت" او "اسلامي امارت" جګړه

ګڼ محاذونه

طالبان دا مهال په افغانستان کې تر ټولو ځواکمنه او لويه جنګي ډله ده چې اوس پر دريو محاذونو (جبهو) جنګېږي.

  • د افغان حکومت او د هغه د ملاتړو بهرنيو ځواکونو پرضد
  • اسلامي دولت (داعش)
  • د طالبانو بېله شوې ډله

په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ پوځي ټلوالې له خوا د طالبانو د حکومت ړنګېډو راهيسې، طالبان د افغان حکومت او د هغه د بهرنيو همکارانو پر ضد جنګېږي.

د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ په مياشت کې داسلامي دولت (داعش) له خوا د خراسان په نامه، په افغانستان او پاکستان کې د خپل ښاخ د جوړېدو تر اعلان وروسته د طالبانو لپاره يو بل دښمن پيدا شو.

په تېر يوه کال کې د افغانستان په بېلو برخو کې د طالبانو او اسلامی دولت (داعش) ډلې د جنګياليو تر منځ په لسګونو نښتې شوې چې له دواړو خواوو څخه په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله پکښې اوښتې ده.

په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) سره تړلو وسله والو شمېر اوس هم لږ دی او دغه ډله د دې وړتيا نه لري چې په نژدې راتلونکې کې د طالبانو وجود ته يو جدي خطر پېښ کړي ـ خو د "اسلامي دولت" راټوکېدو، طالبانو ته يو لوی سرخوږی پیدا کړی دی.

د طالبانو لپاره د جنګ تر ټولو نوی محاذ، د دوی خپله بېله شوې ډله ده چې د دوی پام يې اړولی او پر اکمالاتو باندې يې فشار وراچولی دی.

طالبان په طبعيت کې برلاسي خوښوي او د داسې ډلو وجود نه زغمي چې د دوی مشروعيت او حاکميت ردوي ـ له همدې کبله طالبانو په تېر مهال کې څو واره نسبتا د يوې کوچنۍ اورپکې ډلې، حزب اسلامي، پر ضد هم جنګېدلي چې مشري يې ګلبدين حکمتيار کوي.

د انځور حقوق d

درزونه او پاشېدنه

د طالبانو تحريک په ۱۹۹۴ کال کې د جوړېدو راهيسې پر خپل يووالي وياړ کوی.

د دغې ډلې خپل منځي اتفاق او خپل بنسټ اېښودونکي مشر، ملا محمد عمر، ته مخلصانه اطاعت د دې په پايښت او جنګي بريالتوبونو کې مهم رول درلودی.

خو دا يووالی د ۲۰۱۵ کال د جولای په مياشت کې هغه مهال دړې وړې شو چې د ملامحمد عمر د مرګ تر اعلان وروسته ملا اختر محمد منصور په تلواري ډول نوی مشر وټاکل شو.

د طالبانو ځينو سياسي مشرانو او نظامي قوماندانانو د ملا اختر منصور د مشرتوب حق رد کړی او پر هغه يې دا تور ولګوی چې "د شخصي ګټو لپاره يې تحريک انحصار کړی".

د ۲۰۱۵ کال د نومبر په پيل کې د طالبانو بېلې شوې ډلې په فراه ولايت کې د خپلو غړو په يوه غونډه کې ملا محمد رسول (د طالبانو په حکومت کې د نيمروز والي) د خپل سرپرست مشر په توګه اعلان کړی.

خو بېله شوې ډله اوس هم هيله لري چې له اصلي ډلې سره په دې شرط يوه جوړ جاړي ته ورسېږي چې ملا اخترمحمد منصور دې مشرتوب پرېږدي.

د طالبانو بېلې شوې ډلې مشر ځان ته اميرالمومنين نه وايي بلکې ځان د "افغانستان د اسلامي امارت د عالي شورا" سرپرست مشر بولي.

خو د طالبانو د مشر رسمي لقب اميرالمومنين دی چې له دې سره نه يوازې هغه سیاسي او پوځي مشري پر غاړه لري بلکې د هغه د امرونو منل د هغه د لارويانو يوه ديني دنده هم ګڼل کېږي.

د طالبانو د بېلې شوې ډلې د جوړېدو تر اعلان سملاسي وروسته، د دواړو غاړو تر منځ وسله والې نښتې پيل شوې. زياتره شخړې په زابل، فراه او هرات ولايتونو کې رامنځته شوې چې بېلې شوې ډلې خپل مرکزونه پکښې جوړ کړي ول.

په دې خپلمنځي تاوتريخوالي کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته خو ډېر تاوان بېلې شوې ډلې ته واوښتی.

په دې کې منصور داد الله هم و چې د بېلې شوې ډلې تر ټولو زورور قومندان و او د ۲۰۱۵ کال د نومبر مياشت کې په زابل ولايت کې په نښتو کې ښکېل وـ دا لا تراوسه کره شوې نه ده چې نوموړی ووژل شو او که سخت ژوبل شو.

د طالبانو خپلمنځي درز هغه مهال نور ژور شو چې کله له دوی سره تړلو ديني علماوو د يو او بل پر ضد فتواوې ورکړې او په شرعي توګه يې خپل دريځ سم وبلی او هغه بله غاړه يې ناحق وښوده.

دا مهال د طالبانو زياتره مشران ملا اخترمحمد منصور خپل مشر مني.

نوموړی ډېري مالي او پوځي سرچينې په لاس کې لري ـ د دې تر څنګ په جنګي ډګر کې اوسنيو برياليتوبونو، چې په هغه کې د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر مياشتې په پای کې د کندوز موقتي سقوط او د هېواد په سويل او شمال کې د يو شمېر سيمو نيول هم راځي، د يوې برلاسې جنګي ډلې د مشر په توګه د ملا اختر منصور دريځ نور هم پياوړی کړی.

خو اوس هم ځينې مهم طالبان شته چې د ملا اختر منصور مشرتوب يې په ښکاره نه دی منلی.

د دې تر څنګ د طالبانو دواړې ډلې هڅه کوي چې د هغو مخکښو طالبانو ملاتړ ترلاسه کړي چې تراوسه "بېطرفه" پاته دي. دوی همدا راز د يوه او بل په خوا کې کسان هڅوي چې د دوی لوري ته ور واوړي.

د جګړې پای

طالبانو په ۲۰۱۵ کال کې خپل کلني پسرلني عمليات په يوه واضح هدف سره پيل کړل چې نورې سيمې ونيسي- طالبانو غوښتل چې په "خوندي شوو" سيمو کې داسې دایمې مرکزونه جوړ کړي چې د دوی مشران په خوندي توګه ژوند او فعاليت پکښې وکړای شي- او له بلې خوا د خپل کنټرول په پراخولو سره د سولې په خبرو کې خپل دريځ پياوړی کړی او ډېره ونډه ترلاسه کړي.

د طالبانو دا تګلاره د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې ستراتيژۍ ته ورته ده چې د سوريې په رقه او د عراق په موصل ښارونو کې يې خپل مرکزونه جوړ کړي او يو حکومتي چوکاټ او فعال انتظامي سيسټم لري.

طالبان اوس د خپل حکومت د راپرځېدو راهيسې تر بل هر کال ډېره سيمه کنټرولوي ـ خو دوی لا تراوسه په دې نه دي توانېدلي چې ښارونه او ولايتي مرکزونه ونيسي او ويې ساتي- دا هغه هدف دی چې دوی د سږ کال د ژمي تر رارسېدو مخکې د ځان لپاره ټاکلي وو.

خو د طالبانو له خوا د نورو سيمو د نيولو معنی دا نه ده چې له دې سره به په کابل کې حکومت ړنګ شي.

د جنګونو او بريدونو د ډېرېدو سره سره ټاکل شوې چې د سولې په ټپه ولاړه پروسه ژر بيا پيل شي.

د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين چارواکي دا اوونۍ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې غونډه کوي چې د چارواکو په وينا د افغانستان د سولې بهير وڅېړي او له طالبانو سره د خبرو اترو لار نقشه جوړه کړي.

خو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ به ښايي جنګ روان وي ځکه داسې نه معلومېږي چې دغه غونډې به ژر يوه سياسي جوړجاړي ته لار هواره کړي.

داسې ښکاري چې دواړې غاړې به تر هغه مهاله، چې يوه سياسي روغه جوړه کېږي، په ټپه ولاړ خو د دواړو خواوو لپاره يوه خوږونکې جګړه ييز حالت کې ښکېلې وي.

د افغانستان جنګ د کورنيو عواملو تر څنګ يو شمېر سيمه ييز او نړيوال اړخونه هم لري.

د افغانستان د سولې په بهير کې څلور مهم لوبغاړي دي ـ افغان حکومت، طالبان، امريکا او پاکستان.

يو شمېر افغان چارواکي له پخوا راهيسې پر پاکستان تور لګوي چې د طالبانو ملاتړ کوي. خو پاکستان وايي چې له طالبانو سره تماس لري خو پر هغو کنټرول نه لري.

تر هغه مهاله چې دغه ټول لوبغاړي د سولې په اړه ګډ نظر و نه لري او د سياسي جوړ جاړي په اړه جدي نه وي، د پام وړ پرمختګ به ګران وي.

د افغانستان د ستونزې هوارول او هلته د جنګ ختمول، په هېواد کې د ننه اجماع او د دې تر څنګ يوې داسې ګڼ اړخيزې او ګڼ هېواديزې تګلارې ته اړتيا لري چې د امريکا او سيمه ييزو لوبغاړو همکاري پکښې وي.

دا مطلب په انګريزي ژبه دلته لوستلئ شئ!