ولسمشر غني د مشرانو جرګې انتصابي غړو دنده وغځوله

د انځور حقوق parliament.af

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د مشرانو جرګې د انتصابي غړو د کار موده غځولې ده. ښاغلي غني دا پرېکړه تېره ورځ (مرغومي ۱۸مه) په ارګ کې د مشرانو جرګې له ځېنو غړو سره تر کتنې وروسته کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، ولسمشر د مشرانو جرګې د غړو په غوښتنه دا پرېکړه کړې.

و ولسمشر په فرمان کې ویل شوي، د مشرانو جرګې انتصابي غړي د ولسي جرګې د ۱۶مې دورې د کار تر پای او د نویو انتصابي غړیو تر پېژندل کېدو پورې خپل کار ته دوام ورکړي.

د افغانستان مشرانو جرګه ۱۰۲ غړي لري چې ۳۴ غړي (درېيمه برخه) یې د ولسمشر لخوا انتصابېږي. د قانون له مخې د انتصابي غړو پنځه کلنه دوره د جوزا په لومړۍ نېټه د ولسمشر له کاري مودې سره یوځای پایته رسېږي.

خو دا چې ولسمشر ددوی په پېژندلو کې ځنډ کړی، نو ددوی استدلال دا دی چې باید خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي، نو په دې حساب یې د روان ۱۳۹۴ کال په کب میاشت کې وخت پوره کېږي.

د انځور حقوق parliament.af
Image caption د افغانستان مشرانو جرګه ۱۰۲ غړي لري چې ۳۴ غړي (درېيمه برخه) یې د ولسمشر لخوا انتصابېږي. د قانون له مخې د انتصابي غړو پنځه کلنه دوره د جوزا په لومړۍ نېټه د ولسمشر له کاري مودې سره یوځای پایته رسېږي.

دمشرانو جرګې پاتې دوه برخې (۶۸ غړي) د ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو څخه په ترتیب د څلورو او درېیو کلونو لپاره انتخابي ډول راځي.

دا چې په تېرو ۱۴ کلونو کې افغانستان کې د ولسوالیو شوراګانې ترسره نه شوې، نو هغه برخه هم له ولایتي شوراګانو وټاکل شول.

دا ځل د افغانستان حکومت غواړي د ولسي جرګې له ټاکنو سره د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې هم ترسره کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوه اوني وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، حکومت د راتلونکي کال د دوبي او مني ترمنځ د پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاکنو لپاره چمتو دی.

د ولسي جرګې د کار موده د روان کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه پایته ورسېده، خو دا چې حکومت ونشوای کولی په دې موده کې ټاکنې ترسره کړي، ولسمشر په روان کال کې د یوې اعلامیې په صادرولو سره د ولسي جرګې د کار موده د یوه کال لپاره وغځوله.

ورته مطالب