د افغان سولې په اړه پاکستان کې غونډه جوړېږي

د انځور حقوق AP
Image caption ځينې افغانان په دې اند دي چې له طالبانو سره د سولې خبرې کېدای شي په افغانستان کې دايمې سوله راولي

له افغان طالبانو سره د سولې خبرو ته د لارې هوارولو لپاره د دوشنبې په ورځ (۱۱ جنورۍ) په پاکستان کې د افغانستان، امریکا، چين او پاکستان حکومتي استازو تر منځ يوه څلور اړخيزه غونډه جوړېږي.

تېره مياشت افغان او پاکستاني چارواکي پر دې خبره سره سلا شوي وو، چې له طالبانو سره د سولې خبرې بيا پيل شي.

د دوشنبې د غونډې جوړولو پرېکړه د افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف تر منځ ډسمبر مياشت کې په يوه غونډه کې شوې وه.

د پاکستان پوځ مشر کابل ته د سفر پر مهال له اجراييه رييس عبدالله عبدالله او د امريکا او ناټو ځواکونو له مشر جنرال کيمبل سره هم ليدلي وو.

وړاندې پاکستاني پوځ هم ويلي وو، چې کابل ته د ښاغلي راحيل شريف د سفر موخه طالبانو سره د سولې خبرې او د افغان سياسي پوځي چارواکو سره ليده کاته دي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو لومړی پړاو تېر کال د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه مري کې ترسره شوی و، په دغو خبرو کې د امریکا او چين استازو هم ګډون درلود.

د دغو دواړو غاړو تر منځ د سولې خبرو دوهم پړاو د تېر کال جولای مياشت کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې د خبر تر خپرېدو وروسته ځنډېدلی و.

افغانستان کې د ملي وحدت حکومت له رامنځته کېدو او د کابل- اسلام اباد تر منځ د اړيکو له ښه والي سره افغان حکومت تمه لرله چې دا به د سولې د خبرو مېز ته د طالبانو راکاږلو کې مرسته وکړي.

خو دغو پراخېدونوکو اړیکو دومره دوام ونه کړ.

ډېری افغانان په دې اند دي چې له طالبانو سره د سولې خبرې کېدای شي په افغانستان کې دايمې سوله راولي.

د افغانستان ولسمشر ماڼۍ يوه وياند ظفر هاشمي بي بي سی ته وويل، د اسلام اباد له څلور اړخيزې غونډې تمه کېږي چې له طالبانو سره د افغان حکومت د مخامخ خبرو يوه اډانه پرانيزي.

نوموړی وايي "پر هغه څه چې موږ ډېر ټينګار کوو او زموږ ملګري هېوادونه هم راسره هم نظره دي، چې د يوه ولاړ او با ثابته ميکانيزم غوښتل دي. که پاکستان وايي چې سبا دغه کار کوم نو بايد داسې يو چوکات وي چې درېيم ګړی هېواد يې دغه خبرې تثبيت کړي".

ځينې سرچينو ويلي چې افغان حکومت د سولې په اړه خپلې ګړندۍ کړې دي او غواړي د روان کال د جنورۍ تر پايه له طالبانو سره د خبرو او ناستې کيسه روښانه شي.

ورته مطالب