افغان ولسمشر اشرف غني ننګرهار ته تللی

د انځور حقوق epa
Image caption ولسمشر غني ننګرهار ته د سفر پر مهال پر "اسلامي دولت" (داعش) ډلې د بريدونو امر کړی

افغان ولسمشر اشرف غني وايي د سولې د راوستو پر سر به په اساسي قانون او د هېواد پر خپلواکۍ له هېچا سره معامله نه کوي خو هیله ېې وښوده چې هېواد به يې د تل پاتې سولې څښتن شي.

ښاغلي غني وویل "څوک ورته نه شي ویلي چې له چا سره دوستي وکړي او چا سره نه"، د سولې په تړاو د دوشنبې د ورځې کېدونکې خبرې ېې ګټورې وبللې او ويې ویل ولس به د دغو ناستو له پایلو خبروي.

خلکو له ولسمشر د امنیت راوستل او د داعش پر وړاندې د کلکي مبارزې غوښته وکړه.

د ننګرهار یوه ولایتي استازي ذبیح الله زمري وویل اوس مهال د "داعش سره درې څلور سوه خلک بندیان" چې باید را خوشې شي.

ولسمشر امنیتي ځواکونو ته پر داعش د بریدونو امر وکړ او و يې ویل، دغه ډله په خپل هېواد کې نه شي منلی، هغه داعش د خپل هېواد لپاره سر خوږی یاد کړ او د له منځه وړلو هوډ يې وښود.

ښاغلي اشرف غني د داعش پر وړاندې د امنیت شورا د مشر او د دفاع د سرپرست وزیر هڅې هم یادې کړې، چې په ښکاره هغو نیوکو ته ځواب و، چې په دې وروستیو کې د ننګرهار یوه استازې د حکومت پر امنيتي ارګانونو نیوکې کړې وې.

ولسمشر د ولسې پاڅونونو ننګه وکړه خو دا يې هم وویل چې "صحراي محکمې" د منلو نه دي.

ولسمشر ژمنه وکړه چې په ننګرهار کې به د هېواد په کچه د علماوو یو لوي مرکز جوړ کړي، چې دینې عالمان په کې سره راټول شي.

افغان ولسمشر د تورخم جلا ل اباد او جلا ل اباد کابل د نوي سړک د ډېر ژر جوړیدو ډاډ ورکړ او دا يي هم وویل چې په راتلونکي یو کال کې به کونړ او نورستان ته بریښنا ورکړي.

هغه دافغانستان د اوبو د خوندیتوب او په خپل هېواد کې ترې د ګټې اخيستو خبره وکړه او ژمنه ېې وکړه چې د کونړ پر سیند د بریښنا بند د جوړولو لپاره د پیسو په را ټولو لګیا دی.

ورته مطالب