اسلام اباد کې په افغان سوله خبرې پاى ته ورسېدې، بله غونډه کابل کې کېږي

د انځور حقوق AP

د افغان سولې بهير د بيا راژوندي کولو لپاره د امريکا او چين په گډون اسلام اباد کې څلور اړخيزه غونډه دې تاکيد سره پاى ته ورسېده چې د افغان حکومت او د طالبانو د ډلو ترمنځ د سولې يوې داسې پروسې کې په سم لاسي ډول مخامخ خبرو اړتيا ده، چې هدف يې د افغانستان د يووالي، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ساتل وي.

دې غونډې کې چې د افغانستان، پاکستان، چېن او امريکا دېپلوماتانو برخه درلوده، په افغانستان کې د روانې جگړې ته د پاى ورکول ډېر اړين وبلل شول او وې ويل دې کړکېچ نه يواځې په افغانانو يوه بې معنى جگړه تپلې، بلکې دا جگړه ټولې سيمې کې د بې ثباتۍ سبب کېږي.

د غونډې په پاى کې خپرې شوې اعلامېې کې راغلي دي، چې برخه والو د سولې په مخ کې پرتو خنډونو او د هغې په لرې کولو خبرې وکړې، چې په دې ډول د سولې د خبرو لپاره يوه مناسبه فضا رامنځ ته شي.

غونډې خپل کاري ميکانيزم باندې موافقه وکړه، خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

دغه راز پرېکړه وشوه، چې د خبرو د دوام لپاره به راتلونکې غونډه د جنورۍ په مياشت کې کابل کې ترسره کېږي.

وړاندې د افغانستان حکومت ځېنو سرچینو بي بي سي ته ویلي وو، هڅه کوي د روانې جنورۍ میاشتې تر وروستیو د سوله غوښتونکو طالبانو او جګړه مارو اورپکو ډلو موضوع څرګنده شي.

دا د دې څلور اړخيزه ډلې لومړنۍ غونډه وه. د دې کاري ډلې په جوړولو تېره مياشت اسلام اباد کې د اسيا د زړه کانفرانس په څنډو کې موافقه شوې وه.

ورته مطالب