ننګرهار کې د ټولو بریدګرو وژل کېدو سره جګړه پایته ورسېده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په ختیځ ولایت ننګرهار کې وسله وال برید د ټولو بریدګرو په وژل کېدو پایته رسېدلی دی.

نن سهار لومړی یوه ځانمرګي بریدګر د جلااباد ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د پولیسو یو رېنجر یې په نښه کړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، غلام صدیق صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي، دوه وسله وال چې تر چاودنې وروسته د پاکستان کونسلګرۍ ته څېرمه یوه مېلمستون ته ننوتي وو، وژل شوي دي.

د صدیقي په وینا، په ځانمرګي برید او د افغان امنیتي ځواکونو او مخالفینو ترمنځ ډزو کې، اووه امنیتي سرتېري وژل شوي او همدومره نور ټپیان شوي دي. په ننني برید کې ټولو درېیو بریدګرو ونډه لرله.

د برید انځورونه وګورئ

د ننګرهار د پولیسو قومندان فضل احمد شېرزاد وایي، په دې پېښه کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

برید داسې سیمې کې شوی چې د پاکستان، ایران او هند کونسلګرۍ ورڅېرمه پرتې دي.

"اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) د دغې بريد پړه پر غاړه اخيستې ده، وايي دغه کار له دوی سره تړلو کسانو ترسره کړی دی.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له نسبتا ناامنو ولایتونو دی چې په ځېنو ولسوالیو کې یې د اسلامي دولت نومې ډله (داعش) او طالبان ډېر فعال دي.

بلخوا هلمند کې چارواکي وايي چې نن له غرمې وروسته لښکرګاه ښارد درېیمې حوزې په سیمه کې یو ځانمرګی موټر بم بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې امنیتي ځواکونو وژلی دی.

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، بریدګر په کورولا ډوله موټر کې سپور وو او غوښتل یې د بولان په سیمه کې د پولیسو پر درېیمې امنیتي حوزې ځانمرګی برید وکړ.

پولیسو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ځانمرګی له لرې په نښه کړی. له بریدګر پرته بل چاته زیان نه دی اوښتی.

ورته مطالب