طالبانو تښتول شوی کاناډایی وګړی خوشي کړی

Image caption کولین روډرفورډ ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې غزني کې د طالبانو له خوا تښتول شوی ؤ.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر سټیفن ډاین په هغې خبرپاڼې کې چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت له خوا خپره شوې ویلي چې د کاناډا هڅې د دغه هېواد د یوه تښتول شوي وګړي د خلاصون په برخه کې بریالۍ شوي.

طالبانو په ۲۰۱۱ کال کې په یوې خپرې کړې ويډیو کې چې ښاغلی روډرفورډ هغه مهال شپږویشت کلن ؤ، دی افغانستان کې په جاسوسۍ تورن کړ.

خو ښاغلی روډرفورډ وايي چې دی جاسوس نه دی او د زړو استوګنځایونو او معبدونو د مطالعې لپاره یې افغانستان ته سفر کړی ؤ.

تر اوسه معلومه نه ده چې د طالبانو له منګولو د دغه کاناډايي وګړي د خوشې کولو لپاره له طالبانو سره څه ډول معامله شوې خو د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر د ښاغلي روډرفورډ د خوشې کولو په برخه کې د قطر هېواد له مرستو مننه کړې.

سټیفن ډاین ویلي تمه لري چې د دوی د هېواد دغه وګړی ژر کاناډا ته ستون شي او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

ښاغلی روډرفورډ د غزني د ښار په اړوندو سیمو کې طالبانو سره د تړلو کسانو له خوا تښتول شوی ؤ.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، روډرفورډ "د انساني خواخوږۍ او اسلامي سپېڅلي اخلاقو له مخې د قطر اسلامي هېواد په منځګړیتوب، د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه له هدایت سره سم آزاد کړل شو".

ورته مطالب