"ننگرهار کې د داعش ١٠ وسله وال وژل شوي"

افغان چارواکي ادعا کوي د ننگرهار په اچين ولسوالۍ کې يې د اسلامي دولت نومې ډلې يا داعش ١٠ غړي وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وايي دا کسان د بې پېلوټه الوتکو بريدونو کې په نښه شوي وو.

ده وويل دا بريد چې د اچين د عبدالخېلو سيمه کې شوى يو موټر هم په کې په نښه شو دى چې دده په وينا وسلې يې لېږدولې.

چارواکو ادعا کړې ده چې په وژل شوو کې د داعش دوه قوماندانان هم شامل دي چې يو يې د پاکستان د لښکر اسلام ډلې د مشر منګل باغ زوی دی، خو تردې دمه په خپلواکه توگه په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

دغه برید یوه ورځ وروسته تر هغه کیږي چې په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ ته څیرمه درې برید ګرو اوه افغان سرتیري ووژل او همدومره نور ېې ټپیان کړل. داعش ددغه برید پړه منلې وه.