"میلیونونه ډالر ولګېدل، خو د کانونو سکتور لا هم بد حالت لري"

د انځور حقوق AFP

د افغانستان د روڼتیا د څار اداره وايي، د تېرو لسو کلونو په پرتله په افغانستان کې د کانونو سکتور په ډېر بد حالت کې دی. دا اداره وایي، په دې سکتور کې د لوړو پوړو چارواکو، زورواکو او د ملي شورا یو شمېر غړو لاسوهنې له کانونو ناوړه ګټه اخستو ته لاره هواره کړې ده.

څه موده وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ادارې (سیګار) په خپل یوه راپور کې ویلي وو، د امریکا له خوا د کانونو په سکتور کې تراوسه ۴۸۸ میلیون ډالره لګول شوي، خو لازمه اغېزه یې نه ده لرلې.

خوشحال تایب له کابله په رپوټ کې کاږي چې د افغانستان کانونو او په دې برخه کې د ګڼو ستونزو په اړه له څو کلونو راهیسې د نړیوالو ادارو له خوا بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.

د انځور حقوق BBC World Service

خو د افغانستان د روڼوالي څار اداره بیا وايي د کانونو د پایدارۍ او ثبات پر ځای د امریکا او بهرنیو ادارو ډېر پام د عوایدو په ترلاسه کولو ورټول وو، نو ځکه یې اغیزمنې پایلې نه دي لرلي.

ددغه بنسټ مشر سید اکرام افضلي وايي، د تېر حکومت بې کفایتي او په فساد کې د چارواکو ښکېلتیا ددې لامل شوه چې بالاخره دوی هم له دې کانونو سمه ګټه پورته نه شي.

افضلي وایي، د افغانستان معدني سکتور د ودې لپاره د امریکا مختلفو ادارو لکه دفاع وزارت او یو ایس اېډ پیسې په بېځایه پروژو ولګېدې چې خلکو ته یې هېڅ ګټه نه درلوده.

د افغانستان د روڼتیا د څار اداره، د کانونو په سکتور کې لوړپوړي حکومتي چارواکي، د ملي شورا یو شمېر غړي په لاسوهنې تورنوي او وایي، ناقانونه وسله وال او زورواکان هم له کانونو په ناوړه ګټې اخیستنې کې ښکېل دي.

ښاغلی افضلي وايي د ملي یووالي حکومت باید دغه ټکي ته جدي پام وکړي.

"مختلفې ډلې دي، حتي د دولت جګپوړي چارواکي او د پارلمان غړي دې اختلاس کې لاس لري. دغه راز په امنیتي سکتور کې هم داسې کسان شته چې هغوی هم په دغه غیرقانوني استخراج او قراردادونو په اخستو کې لاس لري."

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان د روڼتیا د څار اداره، د کانونو په سکتور کې لوړپوړي حکومتي چارواکي، د ملي شورا یو شمېر غړي په لاسوهنې تورنوي او وایي، ناقانونه وسله وال او زورواکان هم له کانونو په ناوړه ګټې اخیستنې کې ښکېل دي.

د افغانستان د کانونو وزرات ویاند محی الدین نوري وايي د سیګار د راپور په څېړنې بوخت دي او دا هم مني چې په تېرو څوارلسو کلونو کې په دغه وزارت کې ځینې حقوقي ستونزې موجودې وې، خو وايي چې اوس د دغه وزارت ستراتیژۍ کې بدلون راغلی دی.

"په خواشینۍ سره د حقوقي ثبات د نه شتون او په تېرو ۱۳ کلونو کې د وزارت پروژه یی ساختار ددې لامل شوی چې دا وزارت د رقابت په برخه کې ونه توانېږي په ښه توګه فعالیت وکړي. سره له دې چې وزارت سلګونه کارکوونکي لرل خو په تېرو کلونو کې کارونه په پروژه ای توګه مخته وړل شوي. هره پروژه چې ختمه شوې، ټول سندونه ورسره لمنځه تللي دي."

افغان حکومت په ۲۰۱۰ کال کې د هېواد د کانونو مجموعي ارزښت درې زره میلیارده ډالره اعلان کړی وو، او داسې تمې هم پیدا شوې چې د کانونو په برخه کې پانګونې به وکولای شي افغانستان نور نړۍ ته د اقتصادي مرستو ترلاسه کولو لپاره لاس اوږد نه کړي.

ورته مطالب