"د افغانستان سولې خبرو پیل ته به شرطونه نه اېښودل کېږي"

د انځور حقوق AP

د افغانستان سولې بهیر په تړاو کابل کې د جوړېدونکې څلور اړخیزې ناستې په درشل کې یوه امریکایي لوړپوړي چارواکي ویلي د اسلام آباد غونډې ګډونوالو سلا کړې چې د سولې خبرو پیل ته به مخ شرطونه نه اېښودل کېږي.

په داسې حال کې چې دغه غونډه د امریکا، چین، پاکستان او امریکا استازو په ګډون راتلونکې دوشنبې (جنورۍ ۱۸مه) کابل کې کېدونکې ده، دغه امریکایي چارواکي چې نوم يې نه دى په ډاګه شوى رويټرز خبري آژانس ته دا هم ویلي چې په دې بهیر کې به هېڅ يوه افغاني ډله له خبرو بهر پاتې نه شي.

تېره دوشنبه اسلام اباد کې د افغانستان، امريکا، چين او پاکستان د استازو په ګډون د یوې ناستې په ترڅ کې د افغان سولې بهير د بيا پيلولو هڅې پيل شوې.

دغه امريکايي چارواکى وايي طالبانو لا د پخلاينې په دغه بهير کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې خو د ده په وينا دغه څلور هېوادونه غواړي چې د خبرو او پخلاينې دغه وړانديز وازمايي.

طالبانو ته د امتياز ورکولو په تړاو دغه امريکايي چارواکي په خپلو خبرو کې وويل "د امتيازونو د څرنګوالي په تړاو پرېکړه به خپله د افغانستان حکومت کوي."

د دغه امريکايي چارواکي په وينا داسې نښې نښانې لیدل کېږي چې طالبان غواړي د هغه ډول نړېوال ګوښه توب مخنيوى وکړي چې د خپل واک پر مهال ور سره مخامخ وو.

د انځور حقوق AP

سره له دې چې طالبانو په تېرو څو مياشتو کې خپل بريدونه ډېر کړي او د کندز ولايت په ګډون يې ځينې سيمې هم لنډمهال لپاره د حکومت له ولکې وايستلې، خو تر ډېره برېده يې په ساتلو کې پاتې راغلي دي.

دغه امريکايى چارواکى پر دې هم ټينګار کوي چې د جګړې په ډګر کې د طالبانو پرېکنده برى شونى نه برېښي، نو دوى کولاى شي د خبرو او په سياسي بهير کې د ځاى موندلو له لارې مشروعيت ترلاسه کړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزي چې د اسلام آباد په ناسته کې يې د افغان حکومت استازيتوب کاوه هيله څرګنده کړې چې طالبان به د سولې له بهير سره يوځاى شي.

خو ښاغلی کرزی خبردارى ورکوي که ددې هڅو پايلې ژر رابرسېره نه شي نو دا خطر شته چې د سولې دا بهير د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړي.

که څه هم د سولې د خبرو اترو په برخه کې دغه وروستۍ هڅې د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو جلا شوې ډلې له لوري رد شوې خو د ملا منصور ډله چې ويل کيږې د طالبانو اکثريت جوړوي لا په دې تړاو کوم غبرګون نه دى ښوولى.

ورته مطالب