نسرین اوریا خیل: هېڅ یوه هېواد سره مو د کارګرو لېږلو هوکړه نه ده کړې

Image caption هغه هېوادونه چې افغان کارګرانو ته اړتیا لري، پخپل لګښت به کارګران ور غواړي نسرین اوریا خیل

د افغانستان کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وایي، د هغو دوو شرکتونو د کار مخه یې نیولې، چې په ناقانونه توګه یې له افغانستانه کارګر بهرنیو هېوادونو ته لیږدول.

چارواکي وایي، دغو شرکتونو د فعالیت جواز نه درلود او خلکو سره یې ټګي برګي کوله.

د افغانستان کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، تر اوسه یې بهرنیو هېوادونو ته د کارګرانو د استولو لپاره له کوم هېواد سره تړون نه دی لاسلیک کړی.

له کابله زموږ همکار احمد یما په خپل رپورټ کې کاږي، چې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، هغه پیسې چې دغو دوو شرکتونو له خلکو اخیستې، دوه سوه زرو امریکایي ډالرو ته رسیږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیره مېرمن نسرین اوریاخیل وایي، یو شمېر کسانو بهر ته د کارګرو د استولو په نامه پر خلکو فورمې وېشلې او له سلګونو کسانو یې پیسې تر لاسه کړې دي.

Image caption ۵۱ شرکتونو د کارګرو د لیږد په موخه له اړونده وزارت نه جواز ترلاسه کړی

نو موړې وایي تر اوسه پورې افغان دولت له کوم بهرني هېواد سره د کارګرانو استولو لپاره کوم تړون نه دی لاسلیک کړی، خو په نږدې راتلونکي کې به وايي لاسلیک شي.

مېرمن اوریاخیل وایی۵۱ شرکتونو له هېواد نه د کارګرو د لیږد په موخه له اړونده وزارت څخه جواز ترلاسه کړی.

د هغې په وینا د تړون تر لاسلیک وروسته، هغه هېوادونه چې افغان کارګرانو ته اړتیا لري، پخپل لګښت به کارګران ور غواړي.

مېرمن نسرین وایي، وزګاري د دې لامل شوې، چې ډېری ځوانان ناوړه کارونو ته مخه کړي.

ناامني او د پانګونې کمښت په افغانستان کې د وزګارۍ د کچې د لوړوالي او له هېواده د کډه کولو له اصلي لاملونه ګڼل کېږی.