د باچا خان پر پوهنتون بريد: افغانستان د پاکستان ادعا رد کړه

د انځور حقوق ARG

افغان حکومت د پاکستان دا خبره رد کړې ده چې گواکې د باچا خان پر پوهنتون بريد د افغانستان له خاورې د پاکستاني طالبانو لخوا تنظيم شوى و. ددې نه وړاندې د پاکستان پوځ ويلي وو داسې شواهد لري چې په باچا خان پوهنتون د بريد پر مهال بريدگر افغانستان کې د پاکستاني طالبانو سره په تماس کې وو. د افغان ولسمشر له دفتر خورې شوې اعلاميې کې راغلي دي چې په دې تړاو " د پاکستان د پوځ د وياند څرگندونې بې بنسټه دي". اعلاميې کې دا بريد په سختو ټکو غندل شوى دى او ويل شوي دي چې افغانستان هیڅ وخت د ترهګرو ډلو ملاتړ نه دی کړی او نه یې هم پټنځایونه ورکړي دي. ددې نه وړاندې د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې خيبرپښتونخوا کې د باچاخان پر پوهنتون د بريد تنظيمونکي په افغانستان کې دي. د پوځ وياند ويلي وو چې د پاکستان لوى درستيز، جنرال راحيل شريف، د افغانستان لوړ رتبه مشرانو سره په تيليفوني تماسونو کې ددې بريد د مسولينو معلومولو او پرضد يې د گام اخېستو غوښتنه کړې ده. ده وويل چې افغان ولسمشر، اشرف غني، اجرايه ريس عبدالله عبدالله او افغانستان کې د بهرنېو ځواکونو قوماندا ن جنرال کېمبل سره تيليفوني خبرو کې جنرال راحيل شريف د پېښې په اړه تفصيل او پلټنې شريکې کړې.

د چارشنبې د ورځې دې بريد کې ٢١ کسان وژل شوي وو. بريد کې څلورو وسله والو برخه درلوده چې په پوځي عملياتو کې ووژل شول.